کور / اقتصادي / ایف اې ټي ايف: کېدای سي پاکستان تور نوملړ ته واچوو

ایف اې ټي ايف: کېدای سي پاکستان تور نوملړ ته واچوو

ايف اې ټي ايف يا د مالي اقدام کاري ډله وايي، چي کېدای سي پاکستان ددغې ادارې په راتلونکې غونډه کي په تور لیست کي شامل سي.

ايف اې ټي ايف چي د ترهګرۍ د مالي سمبالښت پر وړاندي د مبارزې لپاره جوړه سوې اداره ده وايي، چي پاکستان د ترهګرو سره په مالي ملاتړ تورن دی اوددې کار د مخنيوي لپاره ئې تراوسه پوري څه نه دي کړي.

د اېف ای ټي اېف مشر مارشل بیلینګسلي وايي، پاکستان ته مو له وړاندي ويلي وو چي د ترهګرۍ له ملاتړه لاس واخلي او په دې برخه کي عملي ګامونه اوچت کړي، خو داسي مالومېږي چي پاکستان تر دامهاله هيڅ مثبت ګام نه دی پورته کړی.

د ترهګرو ډلو د مالي مرستو او د غیرقانوني پیسو د انتقال د مخنیوي نړیوالې ادارې اېف ای ټي اېف پاکستان یو لا تراوسه په خړ نوملړ کې ساتلی او وایي، که سپارښتنې يې پوره نه سي نو د اکتوبر په میاشت کي به پاکستان بلې درجې (تور نوملړ) ته د اچولو باندې پرېکړه کیږي.

پاکستان په نړيواله کچه د ترهګرو په ملاتړ تورن دی او په دغه هيوادکي په لسګونو ترهګري ډلي شتون لري چي تر ډېره په افغانستان کي فعاليتونه کوي او د افغان دولت ترڅنګ د بې ګناه افغانانو په وژنه کي ښکېلي دي.