کور / راپور / د افغان دولت سياسي مخالفين په پاکستان کي جوړېدونکي غونډي لپاره اسلام اباد ته تللي دي

د افغان دولت سياسي مخالفين په پاکستان کي جوړېدونکي غونډي لپاره اسلام اباد ته تللي دي

د افغان سولي په نامه په پاکستان کي يوه غونډه نن پيلېدونکې ده، چي پکي به د افغان دولت مخالف سياسيون ګډون کوي.

دغه غونډه چي اسلام ابادته څېرمه د بوربن په سيمه کي به نن دائريږي له افغانستان څخه حامد کرزی، ګلبدين حکمتيار، عبداللطيف پدرام، عطاء محمد نور، اسماعيل خان ، د اجرائيه رياست مرستيال محمد محقق او د حنيف اتمر دوه مرستيالان به پکي ګډون کوي.

له دې وړاندي هم د افغان دولت سياسي مخالفينو په مسکو کي د طالبانو سره کتلي وه، چي دا کتنه د افغان دولت له غبرګون سره مخ سوه.

په پاکستان کي پر داسي مهال دا غونډه جوړېږي، چي د رواني جون مياشتي پر ۲۷ نېټه افغان ولسمشر اشرف غني به هم اسلام اباد ته په رسمي سفر ځي او هلته به د افغان سولي په تړاو ددغه هيواد دچارواکو سره خبري کوي.

پاکستان په افغانستان کي د جګړې اصلي لوبغاړی دی او د وسلوالو مخالفينو لپاره ئې پناه ځايونه، مالي ملاتړ او روزنه برابره کړې ده.

پر پاکستان دا مهال نړيوال فشارونه هم زيات دي ترڅو طالبان د افغان دولت سره مخامخ خبرو ته کښېنوي.