کور / راپور / امريکا له افغانستان څخه زر نور سرتېري باسي

امريکا له افغانستان څخه زر نور سرتېري باسي

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، چي په نژدې راتلونکي کي به له افغانستان څخه زر سرتېري وباسي.

نوموړي د ټايم مجلې سره د مرکې پر مهال د منځني ختيځ ترڅنګ د افغانستان په هکله هم خبري کړي دي او ويلي ئې دي چي دلته خبري پر سم لوري رواني دي او کېدای سي يو ښه خبر ولرو، نو په همدې اساس د امريکايي سرتېرو شمېر لومړی له شپاړلسو زرو څخه نهه زرو ته راکښته سو او اوس به دا شمېر اتو زرو ته راټيټ سي.

په افغانستان کي امريکايي سرتېری دا مهال د افغان پوځ روزنه په غاړه لري، خو کله کله په نظامي عملياتو کي هم برخه اخلي.

افغان پوځي کارپوهان وايي، چي د زور سرتېرو په ايستلو سره د افغانستان حالت بدلون نه کوي او دا کوم غټ بدلون نه رامنځ ته کوي.