کور / سپورټي / افغان کرکيټ لوبډله نن د هند سره لوبه کوي

افغان کرکيټ لوبډله نن د هند سره لوبه کوي

نن به د کرکيټ نړيوال جام سياليو په لړ کي افغانستان د هند سره ولوبېږي.

دا لوبه د انګلستان د سون هامپټن لوبغالي کي نيم ساعت وروسته د افغانستان په وخت پر دوې بجې پيلېږي.

افغانستان د نړيوال جام سيالو کي تر دامهاله خپلي پنځه لوبي بايللي دي، خو د کرکيټ بورډ مشر عزيزالله فضلي وايي،  له هندوستان سره به نننۍ لوبه ځکه جالبه وي چي په ۲۰۱۸ کال کي موږ په اماراتو کي په اسیايي جام کي له دوی سره ډېره ښه لوبه کړې وه او بیا به هم هڅه وکړو چي ښه لوبه ورسره وکړو، همداسې له بنګله دېش، پاکستان او ویسټ انډیز سره.

افغانستان د هند سره د لوبي پرته درې درې نورې لوبي هم لري چې یوه به له بنګله دېش سره د دوشنبې په ورځ د جون په ۲۴مه، بله له پاکستان سره د جون په ۲۹مه او وروستۍ به د جولای په څلورمه له ویسټ انډیز سره وي.