کور / #PTM / منظور پښتين: رياست وړاندي پر لاريونونو بنديز لګولی وو، خو اوس تحريک له منځه وړل غواړي

منظور پښتين: رياست وړاندي پر لاريونونو بنديز لګولی وو، خو اوس تحريک له منځه وړل غواړي

د رويټرز خبري اژانس سره د مرکې پر مهال د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظورپښتين ويلي، چي رياست د خړ کمر پېښي وروسته ددوی د تحريک سره د تشدد ډک عمل کوي او ددوی د بدنامولو لپاره پر خواله رسنيو منفي تبليغات کوي.

ښاغلی پښتين وایي، چي اوس پاکستانی رياست هڅه کوي چي تحريک بدنام کړي او د هغوی پر وړاندي خنډونه جوړوي.

ښاغلی پښتين زياتوي، چي اوس ددوی د غورځنګ مشران نيول کېږي، ربړوني شروع دی، سوله ایز لاريونو باندي بنديز لګېدلی دی.

د پښتين په خبره، وړاندي رياست ددوی پر لاريونونو بنديز لګوی خو اوس غواړي چي د پښتون ژغورني غورځنګ له منځه يوسي.

له دې وړاندي د پاکستان د پوځ وياند اصف غفور هم ويلي وه، چي نور د پي ټي ايم وخت پوره سوی دی او دوی به ئې پر ضد اقدامات کوي.

بل خوا د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ مشران علي وزير او محسن داوړ د تېري چهارشنبې په ورځ د رياست لخوا محکمې ته وړاندي کړل سوي وه، چي پر دوی لګول سوي تورونه وارزوي.

محکمې دواړه علي وزير او محسن داوړ بېرته جېل ته ولېږل او د بل پړاو محکمې لپاره ئې  د جولای  دريمه نېټه وټاکل.

د قامي اسمبلۍ دواړه غړي د رياست لخوا په دې تور بنديان سوي دي، چي د پښتنو د حقوقو غوښتنه کوي او پر  خپل قام د ظالم ترهګر پوځ د ظلم مخنيوی کوي.

بل خوا پخوانی سناتور او د بشري حقونو فعال افراسياب خټک وايي، چي د علي وزير او محسن داوړ سره په جېل کي سم چلند نه کېږي، بلکي د زور زياتي او تشدد سره اوس هم مخ دي.

ښاغلی خټک چي پرون دوشنبه د علي وزير او محسن داوړ پوښتني لپاره  پېښور مرکزي زندان ته ورغلی وو وايي، هلته د هغوی سره چلند سم نه دی، راډيو، تلوېزون او اخبار ته هيڅ لاسرسی نه لري.

همداراز چاته اجازه نه ورکول کېږي، چي د نوموړو سره ليده کاته وکړي.

ښاغلی خټک وايي، چي علي وزير د خړ کمر پپېښي وروسته ستخت شکنجه سوی دی، وهل ټکول ورکول سوي دي او بېحده تشدد ورباندي سوی دی.

هغه وايي، چي علي وزير له پېښور څخه بنو ته د پوليسو په داسي بند ګاډي کي اتقال سو چي د ايرکنډېشن هيڅ انتظام پکي  نه وو سوی، همدا وو چي د سختي ګرمۍ له امله ښاغلی وزير سخت کړېدلی دی.

د ښاغلي خټک په خبره، د پاکستان په قانون کي د پښتنو سره زورزياتی کېږي، محسن داوړ او علي وزير چي د قامي اسمبلۍ غړي دي حق لري چي پارلمان ته راوغوښتل سي او يا هم لږ ترلږه په زندان کي ورته د ملاقات اجازه ورکړل سي.

نوموړی وايي، په پاکستان کي پښتانه ته هيڅ حيثيت نه ورکول کېږي، په قامي اسمبلۍ کي د نوازشريف او اصف زرداري په ملاتړ ږغ پورته سو خو د پښتنو وکيلانو په تړاو له څو کسانو پرته هيچا ږغ پورته نه کړ.

افراسياب خټک وايي “بايد دا ووايم چي د علي وزير او محسن داوړ حوصلې لوړې دي، ډېر تکړه ځوانان دي او د خپلو غرونو په شان لوړې حوصلې يې دي. دوی دا وايي چي دا مبارزه روانه ده او دا په جيلونو نه ودريږي او دا عزم لري چې د عدم تشدد د لارې خپل د بنيادي انساني حقونو مبارزه به په مخه وړي.”