وزيرستان حالات نور هم خراب سوي، څوک چي له کوره بهر ووځي پوځ ئې سمدستي وژني

Aziz Rahman Hazim | جون 22nd, 2019


پاکستاني ترهګر پوځ په شمالي وزيرستان کي ګرځبنديز نور هم سخت کړی دی او هغه کسان چي له کورونو بهر وځي د پوځ لخوا ويشتل کېږي.

ترهګر پوځ وروسته له هغه په سيمه کي ګرځبنديز ولګوی چي د خړ کمر د پېښي پر ضد د سيمي خلګو لاريون پيلوی.

د مي مياشتي پر ۲۶ نېټه د شمالي وزيرستان په خړ کمر سيمه کي پاکستاني پوځ د پي ټي ايم پر کاروان بريد وکړ  چي ۱۴ تنه ئې شهيدان کړل او تر ۳۰ زيات نور ئې ژوبل کړل.

د سيمي خلګ وايي، چي ددې پېښي وروسته پوځ د خلګو پر کورونو چاپې وهلې او هغه کسان چي ژوبل سوي وه له کورونو ئې ايستل او د پېچکارۍ په وسيله ئې شهيدانول.

سيمه ایز خلګ وايي، چي د ګرځبنديز سره ددوی ژوند سخت سوی دی، خوړو او ډاکټر ته لاسرسی نه لري، شته خوراکي توکي خلاص سوي دي او خلګ د يو بشري ناورين سره مخ دي.

تېره اونۍ هم په خړ کمر کي دوه ماشومان له لوږي خپل ژوند له لاسه ورکړ او د پاکستاني پوځ لخوا د هغوی د ښخولو اجازه هم  نه ورکول کېدل.

بل خوا د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين وايي، چي ملګري ملتونه بايد سيمي ته خپل هيات راولېږي او دا حالت له نژدې وګوري.

ښاغلی پښتين وايي، چي که دا حالت څو ورځي نور هم دوام وکړي، له کورونو به جنازې راووځي او د سيمي خلګ به د يو ستر بشري ناورين سره مخ سي.

Copyright Larawbar 2007-2024