کور / سياسي / مولوي وکيل احمد متوکل وايي”ځنډ د ټولو په تاوان دی”

مولوي وکيل احمد متوکل وايي”ځنډ د ټولو په تاوان دی”

عزيزالرحمن حازم

د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرو اترو که له يوې خوا مثبتي هيلي رامنځ ته کړي دي، خو لا هم ددواړو خواوو مذاکرات ناڅرګند دي.

تراوسه لا جوته نه ده چي طالبانو او امريکايي چارواکو پر کومو اړخونو موافقه کړې ده او کوم شيان لا پاتي دي چي خبري اتري ئې نوري اوږدې کړي دي.
امريکايان او طالبان دواړه دا تاييدوي چي د افغانستان څخه د خارجي ځواکونو پر وتلو او له هغه وروسته د افغانستان لخوا نړيوالو ته د خطر نه رامنځ ته کېدو د تضمين په تړاو بحثونه سوي دي او په دې برخو کي پرمختګ هم سوی دی، خو لا هم افغانان او په عمومي توګه سياسيون د خبرو اترو د جزئياتو څخه خبر نه دي.
بل خوا د افغانستان مخالفو سياسيونو هم د طالبانو سره په مسکو کي دوه ځلي وکتل خو دې کار د افغانستان حکومت اندېښمن کړ.
د امريکا سره د مذاکراتو اوږدېدل ، د افغان اپوزيسون د سياسي مشرانو سره د طالبانو نسبتا جوړجاړی او د افغان حکومت سره د د طالبانو د مخامخ خبرو څخه انکار هغه اندېښنې دي چي لا تراوسه پرځای پاتي دي.

د بهرنيو چارو پخوانی وزير مولوي وکيل احمد متوکل

د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزير او افغان سياسي کارپوه مولوي وکيل احمد متوکل دغه اندېښنو ته په کتو وايي: “د نه باور له خاطره په اسانه یو د بل په دریځونو او خبرو پوهېدل ستوزمن بریښي؛ امریکائیان، د کابل چارواکي او سیاسیون خپل د راتلونکي نقش څخه اندېښنې لري؛ امارت هم د بهرنیو قواوو د وتلو مهالوېش اعلانولو اړین بولي او بین الافغاني مذاکراتو ته مشروط تړاو ورنه کړل سي بلکي څرکند تعهد باید اعلان سي.”
ښاغلی متوکل زياتوي: “حقیقت دادی چي د کابل خوا هم په خپلو کي سره بې باوره دي چي نتیجه یې ځنډ راوزي، خو حقیقتاً ځنډ د ټولو په تاوان دی، ځکه ډېر اساسي وضاحتونو او کارونو ته اړتیا ده چي وخت له لاسه ورنکړو”.
د ښاغلي متوکل په خبره: “نو ښه داده چي د داخلی جهتونو په توګه خبري پیل سي البته دا کارونه ژر تر ژره ګڼ، وړ او متعهد اشخاص په مشاورتي ډول فعال واوسي بې شکه چي دا ملي چاري له نژدې څخه واړینو تفصیلاتو ته ضرورت لري. “