کور / شعر / نړېوالې ټولنې ته!

نړېوالې ټولنې ته!

سيستم  روا انور دی د ترور او د دھشت

ته وایئ  ورته سم شه ګنې تورلست کې راځې؟

خپل ځان  غولول غواړې که دهشت هوښياروئ؟

مونږ پوه یو پرې خبر یو دا ته خپل  ځان غولوې

دنیا کې دماکه وي، پنجابی په کې دخیل دی

پنجابه یتیمان تمام په حورو غولوې

دنیا یې کړه خرابه، ظلم او زور دی هم زیاتی

لا اوس هم ته پنجاب په خړ یا تور لست ‌‌‌‌‌‌ویروې

دنیا ده پوه شوې اوس پوه شوای هر انسان

ترور او د دهشت ځای او آدرس کتمانوې

سيستم روا انور دی د ترور او د دھشت

ته وایئ ورته سم شه ګنې تورلست کې راځې

————————————

سعیدی

جون ۲۰۱۹