کور / تازه خبرونه / پكتيكا: په يوه جومات كې درې تنه ووژل شوي

پكتيكا: په يوه جومات كې درې تنه ووژل شوي

د پكتيكا ولايت په اورګون ولسوالۍ كې نن سهار  د يوه  ځانمرګي بريدوكوونكي د چاوديدونكو توكو د چاودنې له امله درې تنه وژل شوي دي.


د پكتيكا والي ډاكټر اكرم خپلواك وويل چې ځانمرګي بريد كوونكي په جومات كې شپه كړې او سهار هغه مهال چې امنيتي ځواكونو پرې خبر شول نو خپلو توكو ته يې چاودنه وركړه.


ده وويل چې په دې چاودنه كې د جومات ملاامام ، ځانمرګى بريد كوونكى او يو بل تن وژل شوي دي.


د پكتيكا والي ډاكټر خپلواك په خوشامند ولسوالۍ د دوو عامو ګړو له وژنې څخه هم خبر وركړ، ده وويل چې له دغه دوه تنو څخه د وسلوالو لخوا سرونه پرې شوي دي.


د دې دواړو پيښو  په اړه طالبانو تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي.