کور / راپور / پښتو ادبي تړون چمن د کره کتني ناسته وکړه

پښتو ادبي تړون چمن د کره کتني ناسته وکړه

له پرېکړي سره سم د٢٠٠٨عيسوي کال د اګست پر درېيمه نېټه په قاضي ملا عبدالسلام کتابتون کي د \”پښتو ادبي تړون چمن\” ترنظارت لاندي څلورمه ادبي غونډه تر سره شوله،د يادوني وړ ده چي ووايم ذکر شوې غونډه د کره کتني په موخه رابلل شوې وه،
د غونډي کوربنۍ چاري عادل اڅکزي پرمخ بېولې،دغونډي پېل د قران کريم په مقدسو اياتونو سره  نعمت الله پښتون يار وکړ،
هېره دي نه وي چي د کره کتني په دې لومړنۍ ناسته کي د ځوان شاعر يارمحمدسيال غزل کره کتني ته وړاندي شوله،
دغونډي د صدارت دنده عبدالغفارمظلوم جان ته ورسپارل شوه، د پښتو ادبي تړون چمن په دې ادبي غونډه کي دسيمي اوو (٧) تنو شاعرانو برخه درلودله،چي نومونه يې په لاندي ډول دي،
(١) حاجي الله محمد سائل (٢) صادق صبا (٣) مطيع الله شاهين (٤)نعمت الله پښتون يار (٥)عبدالغفارمظلوم جان (٦)يارمحمد سيال (٧) عادل اڅکزی ،
ټول برخه وال د يارمحمدسيال پر غزل باندي د کره کتني له اصولو سره سم په خلاس مټ وږغېدله،د غزلي ښې ګڼي وستايل شوې او بدګڼو ته يې ګوتي ونيول شوې ورسره ورسره زموږ دې شاعر ته برخه والو پخپل وار سره  رغنده وړانديزونه هم وړاندي کړله،
ورسته بيا د شاعر لخوا هغو نقطو ته ځوابونه وويل شوه د کومو دا چي د ملګرو لخوا پوښتنه شوې وه، يارمحمدسيال د ځوابونو په ترڅ کي داهم وويله چي په دې غزل کي به زه د ملګرو په غوښتنه اړونده ترميمات راولم، او په پای کي يې دټولو ملګرو نظرونه او لارښوني وستايله چي دوی زما د غزلي پر بېلابيلو اړخونو رڼا واچوله،
پرېکړي،
په دې غونډه کي يوه مهيمه پرېکړه دا وشوه چي د اګست پر اولسم ١٧مه نېټه به په چمن کي يؤ ادبي سيمينار د پښتوادبي تړون چمن لخوا جوړيږي چي په لومړۍ برخه کي به نوې درې کسيزه کابينه لوړه يا سوګند پورته کوي ورسره ورسره دسيمي پر پښتو ادبي فعاليت باندي مشران ليکوالان او شاعران ويناوي کوي،د دې سيمينار دويمه برخه به مشاعرې ته ځانګړې شوې وي،چي د پښتو ژبي شاعران به خپل تازه کلامونه (غزلي او نظمونه)پکي وړاندي کړي،