" /> " /> " /> " /> اشعار  – لراوبر ویب پاڼه
کور / شعر / اشعار  Fotos

اشعار  Fotos

څوك پوهېدله هيڅ نه


 ژبه:ترکي
 ليکوال:جونېدسواوي
 ژباړن محمود مرهون


په رازهيڅوك هم
پوهېدله هيڅ نه
چي د  دې دښتي منځ كي
درې څلور ګل څه معنْی
په دغه لوى وچ دښت كي
د دوى ژوندون څه معنْی
او پوهېدل وه مشكل
مګر د ګلو منځ كي
د يو شهيد له شتونه
خبر هيڅ خلک نه وو


 


چي مي ترې وپوښتله


 ژبه:فارسي /  ليکوال:بهمنى /  ژباړن محمود مرهون



راسره مينه لري
ويل يې هوكې ګرانه
نومي ترې وپوښتله
چي څومره مينه ګرانې
ول په حساب د ستورو
ژر مي اسمان ته كړ نظرور پورته
دستورو څرك نه و
اسمان له وريځوډك و


 



وای چي


 ژبه:فارسي
 ليکوال:خموش
 ژباړن محمود مرهون



واى چي هنداره
هيڅ احساس نه لري
ما ازمايښت په وكړ
وختي چي مخ يې و پوښلی توښ
پرې مي په ګوته
دا جمله وليكل
درسره مينه لرم
په مخ يې اوښكي راغلې
دا خودرواغ سوه
چي احساس نه لري



او زه له تانه پرته ؟
(دا دهغه ځوانيمرګ ترکي ليکوال شعر دى چي په خپله مينه کي تر ناکامى وروسته يې د خپلي ځان وژني مخکي ليکلي وو-مرهون)



ستا څخه پرته
دى ژوندون مي زهر
مګر له تا سره هم
ګراني چي زه اوسېږم
دا هم په خپله اور دى
له تانه پرته
په بل څه فكر كول


خو هيڅ امكان نلري
مګر دا ستا په څنګ  کي
چي زه اوسېږم كله
دا به نو خوب وي ګراني
تا به دا تل ويله
چي زه به هېركړمه تا
مګر په وس دي نه ؤ
او زه دي نه كړلم هير
تا به دا هم ويله
ښايي چي زړه مي
نظرانه كړم چاته
مګر له مانه پرته
تا بل پيدا نه كى څوك
تابه دا تل ويله
چي ښائي هېره مي كې
مګر په وس مي نه ؤ
او اوس له دې نه پرته
څوك مي كافر وبولى
غواړم چي دا ووايم
تابه وماته ويل
پاس داسمان پر لوري
لاس پورته كه
خداى(ج)بې پخپله نيسي
مګر هغسي نسو
ښايي چي خداى به هم
نا راض  وي له ما
او زما هسكه سوې لپه
له هاخوا تشه راغله
په دې نو وپوهېږه
كه نن محروم يم
زه دا ستا له ليده
دا به ثبوت ته د جفا نه بولې
وفا خو دې ته وائي
چي نوم دي تل زما پر ژبه ګرځي
ته مي په فكركي ئې
ته زما د خيال مېلمنه
داسي هم نه ده ګراني
چي ته په شپوكي ئې زما
بلكي پخپله دا ته
ته زما شپه يې ګراني
او زه چي تا لرمه
زه نو بل دوست څه كوم
او ترقيامته پوري
ښايي تا ليري نه كم
زه مي له خپله ځانه
كه په نصيب مي نه سې
خوبياهم زه به
له ماښامه ترسهاره پوري
ستاله يادو سره يم
په خداى(ج)مشكله ده دا
چي زه به تا شړمه
دخپل ياد له كوره
كاشكي چي څنګ تر څنګ واى
لاس دي مي لاس كي واى تل
كاش په دې ته پوهيداى
چي مي يادېږې څونه ؟
بس اندازه يې بوله
دغه زموږ ترمنځه
پولي واټن چي پروت دى
كاش چي په دې پوهيداى
چي داسكوت به
ان تركمه وي نور
كاش چي ويلاى دي سواى
چي زموږ دهيلو غوټۍ
به كله ګل سي ګراني
كاشكي چي داسي كېداى
دا فاصلې مو ټول له منځه تللاى
او ته له مانه پرته ؟
زه به په كومو ځمكو
دا ستا په لټه كي يم
او زه چي يم
بس يم په شان
ديوې شنډي وني
چي وي خزان وهلې
او ته پوهېږې په دې
چي د سينې دننه
زما زړګى هم وچ دى
زه په دې فكر كوم
ايا رشتيا دتيښتي لاره نسته
له دې واټن او پولي
او زه اوس فكر كوم
چي زه له تا نه پرته
او زه له تانه ليري
به ننداره د دغه ښكلي اسمان
له كومه اړخه كوم
او زه اوس فكر كوم
چي زه له تا نه پرته
او زه له تانه ليري
ايا ژوندى به او سم
او زه تر اوسه پورى
ګرځم ځواب لټوم
د دې زوي مړي
سواله
چي په رشتيا دي درواغ سوي
هغه ټول خوبونه
چي ما په ويښه ليدل
او اوس
ګاهي اسمان
ګاهي جانان ته ځغلم
چي سم مايوسه له دوى
نو بيا
سم سر په زنګون
سم په سوچونو كي ورك
ته راسره ئې ګراني
موږ يوې خواته درومو
دلته دخلګو سي رافكر ماته
څوك ليوني
څوك كوڅه ډب مي بولي
څوك خو چرسي څوك بيابنګي مي بولي
ځيني پيداسي داسي
ماته را وګوري چوك چوك وكړي
كله خو داسي وسي
چي كړمه منډه پر يوبل چا باندي
پرې مي ګمان ستا راسي
دلته نو خلك په راز ټوله پوه سي
زه يې ږغونه اورم
وائي چي دا بي چاره
بس ليونى دي د چا
او دچا ميني دى
ټاكلي دلته
ګراني پوهېږمه نه
چي دا تقدير ؤ بدرنګ
او كه ؤ ستا برخليك