کور / راپور / په جنوبي وزيرستان کي پاکستاني استخاباراتو دوه پښتانه په ډزو وژلي دي

په جنوبي وزيرستان کي پاکستاني استخاباراتو دوه پښتانه په ډزو وژلي دي

د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼه کي پاکستاني استخباراتو دوه تنه په ډزو وژلي دي.

راپورونه وايي، چي يو شخص د محسودو قبېلې سره تعلق لرونکی کشمير خان نومي کس چي د محسودو قبيلې سره ئې تعلق درلود د واڼه په بازار کي استخباراتو په ډزو وواژه.

بل وژل سوی کس  د پيرزاده په نوم دی چي هغه هم د واڼه بازار ته څېرمه د ايګري پارک مخي ته وژل سوی دی.

په وزيرستان کي له کلونو کلونو راهيسي پاکستانی ترهګر پوځ د پښتنو د وژنو لړۍ مخ ته بيايي او په دې څو کلونو کي ئې په زرګونو پښتانه وژلي او په لسګونو زره نور ئې لادرکه کړي دي.