کور / سياسي / اټومي ځواک او د اولس ځان وژنه!

اټومي ځواک او د اولس ځان وژنه!

ليکوال: ح، حقوېش

سيپرې(سټاک هوم انټرنیشنل پیس ریسرچ انسټيټیوټ) په کلني راپور کي ويلي چي په تېرو لسو کلونو کي په ټوله نړۍ کي د اټومي وسلو جوړول لږ شوي او په ماډرنه کولو يې لګيا دي، تر دې وخته امريكا، روسيه او انګلستان د نورو کلونو نه په خپلو اټومي وسلو کي لږوالى کړى، له امريکا سره دا وخت 6185 اټومي بمونه، له روسيې سره 6500، له چين سره 290 او له اسرائيل سره له 80 تر 90 پورې، او د شمالي کوريا په هکله يې اندازه لګولې چي له 20 تر 30 پوري اټومي بمونه يې جوړ کړي، خو په سهلي اسيا کي يې بيا زياتوالى کړى.
په هندوستان او پاکستان کي اټومي وسلې دوه چنده زيات شوي. په 2009ز کال کي له هندوستان سره له 60 تر 70 اټومي بمونه وو، او له پاکستان سره تقريباً 60 اټومي بمونه وو. دې هېوادونو تر 2019ز کال پورې خپل اټومي بمونه دوه چنده کړل، هندوستان دا وخت له 130 څخه تر 140 پورې اټومي بمونه لري، او پاکستان له 150 څخه تر 160 پورې لري.
په دې پرمختللې عصر کي، او د انسانانو د زياتو ارزوګانو په وخت کي د يوه لويدلي هېواد لپاره اټومي بم جوړول، د هغه ساتل او کارول سوچه ځان وژنه(خودکشي) ده.
که يو اقتصاد لوېدلى هېواد اټومي جوړوي هغه به هرومرو اولس په تشه ګډه کښېنوي، د مړۍ(ډوډۍ) په سرمايه به اټومي جوړوي، ښه بيلګه يې همدا دوه هېوادونه هندوستان او پاکستان دي، چي اولس يې د يوې ګولې مړۍ پيدا کولو لپاره له هر څه تېر دي خو دوى بيا هم د هغوى د روزګار په ځاى دې ته متوجې دي چي ځان نړۍ ته اټومي ځواک وښيي، خو دا ځواک نه بلکې ځان وژنه ده.
بل که د کارولو په وخت کي ته خپل اټومي په بل اټومي لرونكي هېواد کاروې، هغه هم لاس تر زنې نه کښېنې غبرګون ښيي او په تا برعكس اټومي کاروي تاته تاوان روسوي، چي دا هم ځان وژنه ده که ته د هغه خلاف اټومي نه وکاروې د هغه اولس او حريم ته تاوان نه ورسوې د هغه پرمختللې پروژې له منځه يو نشې. هغه هيڅ وخت غبرګون نه ښيي.
دې ته په کتو سره داسي مالوميږي چي کوم هېواد په اټومي کوم مصرف کوي هغه که د اولس په اروزګانو وشي ښه به وي، ځکه که اولس ته د روزګار، روغتيا، تعليم، او نورو چارو چي دده ورته ورځنۍ اړتيا وي د هغه اسانتياوي برابري شي، او هغه په سړو مغزو د مځکې قرې ته وګوري ممکن هېواد ته له نورو لارو ښه پرمختګ ورکړي، او خپل اولس ته لا ډير کار وکړي.
په نړۍ کي د اټومي ځواکونه له جملې څخه به ددې دوو هېوادنو په سر سره خبري وکړو لکه مخکې چي مو يادونه وکړه چي اولس يې له لوږي مري او دوى خپله زياته خرڅه په وسلو کوي خاص په اټومي وسلو، او دا دواړه هېوادونه له جلا کېدلو وروسته بيا تر نن پوري يو بل ته ګوته په ماشه دي. خپل وګړي يې د يو بل په ضد ښه پوره پيچکاري کړي دي، خو په دې داوړو هېوادونه کي هر دوېيم کس له بې روزګاري او بې وزلي کړيږي، دولتونه يې ددې په ځاى چي دوى ته د کار روزګار ضمينه برابره کړي، خپل ټوله تمرکز يې په وسلو دى او د لوى جنګ لپاره تابيا نيسي خو د هغه جنګ مالومه نه ده چي کله به رامنځته کيږي، او دا خو نو مالومه ده چي د وسلو په جوړولو کي اوسني خلک په لوږه دي. د جنګ په منځکي خو هسې هم حلوا نه وېشل کيږي هغه وخت به يې هغه خلک قرباني وي. مطلب جنګ کول او د جنګ فکر دي کلونه په تشه ګېډه وژني.
ګلوبل فایر پاور د 2018ز کال په راپور کي د دې دوو هېوادونو جنګي وسايل راښيي چي څومره دي او په دې  وسلې لګېدلې شتمني که يې خپلو بې وزلو خلکو ته ورکړى واى ممكن له هېواده د ساتني ښه لار همدا واى، په ګېډو مړو خلکو به زياتوالى موندلى وو د سمون او رغون لپاره به د يوه کس په ځاى دوه لګيا شوي وو.
هند د نړۍ د 136 ځواکمنو پوځونو په ډله کي څلورم او پاکستان 17 نمبر بولي. دې نوملړ کي 55 مختلفو اړخونو ته کتل شوي، لکه جغرافیه، اقتصاد، صنعت، طبیعي زېرمې، وړتیا او د نړۍ له لومړي، دوېیم او درېیم درجه هېوادونو سره اړیکي.
هند د وګړو له پلوه له پاکستان مخکې دی، هند یو عشاریه دوه میلیارد وګړي، خو پاکستان 210 میلیونه وګړي لري. د پاکستان پوځ شمېر 19 لکو ته رسېږي، او د هند پوځ 42 لکه دی.

دفاعي بودیجه:
هند پر خپله دفاع 4.7 میلیارد ډالر لګوي، خو پاکستان 700 لکه.
هند 2185 الوتکې لري او مقابل کي پاکستان 1282 الوتکې.
پاکستان 320 او هند 590 جنګي الوتکې لري.
پاکستان 410 او هند 805 د بمبار الوتکې لري.
هند 708 او پاکستان 486 باري الوتکې لري.

چورلکې:
پاکستان 328 خو هند 720 چورلکې لري.
پاکستان 49 خو هند 15 جنګي چورلکې لري.
هند 346 خو پاکستان 151 عملیاتي هوايي اډې لري.

ټانکونه:
هند 4426 خو پاکستان 2182 ټانکونه لري.

زغرګاډي:
هند 3147 خو پاکستان 2604 زغرګاډي لري.
توپونه پاکستان 307 خو هند 190 خپلچاري یا اتومات توپونه لري.
خو هند 4158 مګر پاکستان یوازې 1240 عام توپونه لري.

سمندري ځواک:
هند 295 خو پاکستان 197 سمندري تجهیزات لري
هند یوه سمندري بېړۍ لري، پاکستان یې نه لري.
پاکستان پنځه، او هند 16 اوبتلونه لري.
هند 14 فریګیټ او پاکستان 10 فریګېټ لري.
هند 11 جنګۍ بېړۍ لري، او پاکستان سره نشته.
هند 22 کوچنۍ جنګي بېړۍ لري، او پاکستان یې نه لري.
هند هم 11 او پاکستان هم 11 د ګزمې کوچنۍ کښتۍ لري.

حقيقت كي وسله جوړول يو جنګي فکر دى، او د وسلې په هکله خبري کول راتلونكي نسلونو ته يو ترهګر ذهنيت ورکول دي، ترهګر ذهنيت ټولنه ترهګره وي، ترهګره ټولنه سيمه ترهګره وي او ترهګره سيمه هېوادونو ته ګواښ دى. په دې کي پاکستان له همدې جملې څخه دى، چي له لومړۍ ورځي په همدې هڅه کي ده څو د ځان بقا په جنګ کي ولټوي. دا لامل دى چي د وسلو په زياتوالي کي لګيا دى، اولس ته ددې په ځاى چي اسانتياوي سمې کړې، ګواښي يې، وهي يې، ورک کوي يې، وژني يې. څو دوى خاموشه پاتې شي او شته رياست يې وسلې ډيري کړي خلکو ته جنګي ذهنيت ورکړي او داسي نور…
نو!
همدا د وسلو زياتوالى دى چي اوس له اقتصادي ستونزه سره لاس او ګرېوان دى. اولس يې لومړى لا په يوه ګوله مړۍ پسې لالهاند او سرګردان ګرځېدو، اوس چي د توکو بيې هم باندې دوچنده شي نو مالومه ده چي ډير بې وزله انسانان به ځان وژني ته اړ شي. که دولت يې هر څو اټومي ځواک او په وسلو سمبال شي خو دوى ته يې په درد نه خوري!!!