کور / #PTM / د محسن داوړ او علي وزير پر زنداني کولو په قامي اسمبلۍ کي سخت احتجاج سوی دی

د محسن داوړ او علي وزير پر زنداني کولو په قامي اسمبلۍ کي سخت احتجاج سوی دی

د پاکستان رياست او حکومت د محسن داوړ، علي وزير او پي ټي ايم د نورو غړو د زنداني کولو له امله په کور دننه او نړۍ کي د سختو نيوکو سره مخامخ دی.

د پښتون ژغورني غورځنګ غړي او يو شمېر مشران د پښتنو لپاره د ژوند او امن غوښتني په تور د رياست او پوځ لخوا کړول کيږي او زندانونو ته اچول سوي دي.

رياست پر دوی  باندي د رسنيو د پوښښ بنديز  هم لګولی دی او حتی په ولسي جرګه کي  د پخوانۍ فاټا د استازو څوکۍ خالي او نمايندګان ئې علي وزير او محسن داوړ په جېلونو کي اچول سوي دي.

دا شکايت او په نرمه ژبه غندنه نن د پاکستان په قامي اسمبلۍ يا ولسي جرګه کي هم راپورته سوه.

امير حيدرخان هوتي د پاکستان له ولسي جرګې وغوښتل چي پکار وه د وزيرستان د خلکو استازي محسن داوړ او علي وزير هم د خپلو خلکو استازولي دلته ناست وای.

نوموړي د افغانستان پخوانيو جګړو ته په اشارې سره وويل، چي ټول پوهيږو هغه جنګ د چاوو او چا ګټه پر وکړه ،خو د افغان جګړې اغېز قبايلي سيمو او له هغه خيبرپښتونخوا اغېزمنه سول چي دې بيا پر ټول پاکستان اغېز وښنده.

نوموړي وويل چي که رياست د پښتنو ستونزو ته د سوله ايز حل پر ځای له تشدد او زور څخه کار واخلي نو ددې اور لمن تر ټول پاکستانه رسيږي.

ښاغلي هوتي وويل، رياست ته پکار دي چي ستونزو ته د زور پر ځای په حوصله د خبرو اترو له لاري حل پيدا کړي.

د يادوني وړ ده چي د پښتون ژغورني غورځنګ د مشرانو او غړو د نيول کيدو، کړولو، دمکۍ ورکولو  او په شمالي وزيرستان کي د پاکستان پوځ لخوا په خړ قمر کي د ۴۶ لاريون کوونکو زخمي کولو او ۱۶ وژلو د دنسل وژني په غندنه او احتجاج کي له ټولي اروپا لانګ مارچ جوړيږي، چي په جنيوا کي به د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر مخته ورځي او هلته به د جولای پر اوله ماپښين ۳ بجې احتجاجي لاريون کوي او بيا به د پي ټي ايم په استازيتوب يو کس د ملګرو ملتونو د بشر حقونو کميسون لوی کنفرانس ته چي د نړۍ  استازي به حاضر وي د رياست او پوځ د ظلمونو په اړه اسناد وړاندي کوي او وينا به اوروي.