کور / نوميالي / لا به ډېر ګلونه وا شي

لا به ډېر ګلونه وا شي

m.anwar-danishyar

څوک په اسانۍ سره خپلو هیلو او ارمانونو ته رسېدلی نه شي، منزل ته تللې لار ډېر کږلېچونه لري، ستړې غواړي او لویې حوصلې ته اړتیا لري.

هغوی چې په مسلک باور لري او منزل ته د رسېدو غښتلی هوډ ولري، د ژوند ټولو ستونزو ته ور غاړي وځي، کړاو او ستونزې یې د پرمختګ مخه نیولی نه شي.

ستر او بریالي وګړي په خپل ځان باور او اعتماد لري، خپلو موخو ته د رسېدو په لاره هر کړاو مني، خو مخنیوی یې کولی نه شي.

هغوی چې د وړو موخو په تعقیب پسې روان شوي، نو لوی هدفونه یې تر لاسه کړي دي.

هر افغان پر مختګ د هیواد د نېکمرغۍ لامل ګرځي، موږ اوس د جګړې په لوګیو او تورتمونو کې بیا هم د پرمختګ په کاروان پسې درومو او د هدف د تر لاسه کولو لپاره چټک پرمختګ کوو.

هو نن بیا افغانانو ویاړونه خپل کړي دي، ایواروډونه یې اخیستي، خپل مسلک سره لېونۍ مینې محمد انور دانشیار تر پاریسه ورسول او د شامري په نوم د عکاسۍ ایوارډ یې تر لاسه کړل.

محمد انور دانشیار فوټو ژورنالیست دی او د نړۍ له معتبرو اژانسونو او ورځپاڼو سره یې د فوټو ژورنالیست په توګه کار کړی دی.

دانشیار د ژوند کرکجن ماحول ته مینه ورکړه، ژوند د خپلې بدرنګۍ ټول مخونه ور وښودل، خو محمد انور دانشیار ستونزو ته د تسلیمۍ لاسونه پورته نه کړل، بلکې د ژوند له کړاوونو سره یې د مقابلې لار ونیوله او د بریا تر معراجه رسېدونکی دانشیار به نور ویاړونه، مډالونه او ایوارډونه ګټي.

لا به ډېر ګلونه وا شي په دې باغ کې

د ګلزار د غوړېدلو یې اغاز دی.

په درنښت 

مجيد ژړاند