کور / راپور / د ولسي جرګې د رياست لپاره سبا له سره ټاکني کېږي

د ولسي جرګې د رياست لپاره سبا له سره ټاکني کېږي

ټاکل سوې ده چي سبا سه شنبه د ولسي جرګې د رياست لپاره نوي ټاکني وسي ، چي په همدې موخه نن د پارلمان د وکيلانو څخه د باور رایه واخيستل سوه.

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کي د مخکنيو رايو په هکله د اختلاف پر سر رایه واخيستل سوه، چي د سبا لپاره د بيا ټاکنو هوکړه وسوه.

د ولسي جرګې درياست پر سر وروسته له هغه اختلاف راپورته سو، چي د همدې رياست لپاره مير رحمان رحماني ۱۲۳ رايي يووړې، خو د رئيس ټاکل کېدو لپاره ۱۲۴ رايي معيار وو.

د ميررحمان رحماني لپاره يوه رايه داسي هم کارول سوې وه، چي  ټکی لرونکې وه او همدا رايه د اختلاف سبب سوه ،چي د څو اوونيو جنجالونو وروسته پرېکړه وسوه، چي ددغي رايي د تاييد او يا هم د رد لپاره نن ټاکني وسي، همدا وو چي ۱۲۰ رايي د مخکنۍ رايي د بطلان او ۹۰ رايي د تاييد لپاره غونډي سوې.

سبا به نوي کسان ځانونه د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ لپاره کاندید کړي او هر چا چې په دغو انتخاباتو کې د ولسي جرګې د کورنيو دندو له اصولو سره سم ټاکل سوې رایې وګټلې، هغه به د دغې جرګې د رئیس په توګه اعلان سي.