کور / اقتصادي / ډونلډ ټرمپ د ايران پر مذهبي مشر آيت الله خامنه اي د بنديزونو فرمان لاسليک کړ

ډونلډ ټرمپ د ايران پر مذهبي مشر آيت الله خامنه اي د بنديزونو فرمان لاسليک کړ

امريکا پر ايران د بنديزونو په لړ کي تازه بنديزونه لګولي دي، چي دا ځل ئې د ايران مذهبي مشر آيت الله علي خامنه اي په نښه کړی دی.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ښاغلي خامنه اي او د هغه پر دفتر باندي مالي بنديزونه وضع کړل، چي په دې سره نوموړی نه سي کولای چي هيڅ يوې مالي منابعو ته لاسرسی پيدا کړي.

ټرمپ د ياد فرمان د لاسليکولو پر وخت خبريالانو ته وويل، چي د ايران د خصومت ډک عمل غټ مسؤول آيت الله خامنه اي دی.

هغه وويل، موږ هيڅکله نه غواړو چي ايران دي اټومي وسلو ته لاسرسی پيدا کړي او ايران بايد د ټروريزم له ملاتړه لاس واخلي.

خو نوموړي دا هم وويل:  “غواړو مذاکره وکړو، که هغوی وغواړي. که ونه غواړي هم ستونزه نسته، خو موږ خوشاله کېږو چې دا کار وسي او صادقانه ووایم، ښایي ډیر ژر دغه کار وسي”.

پر ايران په داسي وخت کي نوي بنديزونه لګېږي، چي منځني ختيځ ته د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او د ایران په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو ځانگړې استازی برایان هوک تللي دي او هلته د خپلو متحدينو سره د ايران سره راپورته سوي جنجال په هکله سلا مشورې کوي.

امريکا وايي، د ايران پرضد به نړيوال ايتلاف جوړ کړي.