کور / #PTM / علي وزير او محسن داوړ د ترهګري محکمې لخوا بېرته زندان ته ولېږدول سول

علي وزير او محسن داوړ د ترهګري محکمې لخوا بېرته زندان ته ولېږدول سول

د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ فعالان محسن داوړ او علي وزير نن محکمې ته وړاندي کړل سوي وو، چي د محکمې لخوا د جولای تر نهمي پوري ددوی محکمه بيا وځنډېدل او دوی زندان ته واستول سول.

د علي وزير او محسن داوړ مدافع وکيل شفيق اياز وايي، چي  د علي وزير د ضمانت اورېدلو لپاره سبا د چهارشنبې په ورځ او د محسن داوړ دا د جولای پر دريمه پېشي ده.

ترهګر رياست د پر دوی دواړو د ترهګرۍ دملاتړ تور پوري کړی دی چي تراوسه هيڅ ثبوت ورباندي نه لري.

د مي مياشتي پر ۲۶ نېټه د شمالي وزيرستان په خړ کمر سيمه کي پوځ د پي ټي ايم پر کاروان بريد وکړ چي پکي ۱۶ تنه ئې شهيدان کړل او تر ۳۰ زيات نور ئې ژوبل کړل.

د همدې پېښي سره علي وزير د پوځ لخوا ونيول سو او محسن داوړ څو ورځي وروسته د حکومت لخوا ونيول سو او زندان ته ولېږدول سول.

د دواړو مشرانو سره د پوځ لخوا تشدد سوی دی او په زندان کي هم د راډيو، اخبار، ټلوېزون او د دوستانو سره د ليدو لپاره امکانات نسته.