کور / #PTM / ثناء اعجاز: د پي ټي ايم غړي چي په ضمانت خوشي سي، د رياست لخوا ورته بله مقدمه سي

ثناء اعجاز: د پي ټي ايم غړي چي په ضمانت خوشي سي، د رياست لخوا ورته بله مقدمه سي

د پاکستاني رياست لخوا پر پښتنو د ظلم او تشدد په دوران کي د پښتون ژغورني غورځنګ پر غړو دوامداره چاپې وهل کېږي او پرته له کوم تور څخه زندانونو ته اچول کېږي.

تېره ورځ د جنوبي وزيرستان په ټانک سيمه کي د پي ټي ايم فعالان اقبال لالا، ملک نيم خان او يوسف د رياست لخوا نيول سوي دي.

همداراز د يکشنبې په ورځ د پي ټي ايم يو بل مخکښ رحمت شاه مسيد خپل کور ته پر لار وو چي د پوليسو لخوا ونيول سو او زندان ته ولېږدول سو.

همداراز د يکشنبې په ورځ په واڼه کي د پي ټي ايم بل غړی شاه حسين هم نيول سوی دی.

د جنوبي وزيرستان د پي ټي ايم يو مخکښ بلال وايي، د خړ کمر له پېښي وروسته د پښتون ژغورني غورځنګ غړي نيول کېږي او پر کورونو ئې چاپې وهل کېږي.

 د مي مياشتي پر ۲۶نېټه د شمالي وزيرستان په خړ کمر سیمه کي د ترهګر پوځ لخوا د پي ټي ايم پر کاروان بريد وسو چي په ډزو سره د بي ټي ايم ۱۶ کسان په شهادت ورسېدل او په لسګونو نور ژوبل سول.

د دغه پېښي وروسته په سيمه کي ګرځبنديز لګېدلی دی او سيمي ته د خوراکي توکو پر لېږد د ترهګر پوځ لخوا بنديز لګېدلی دی.

د پي ټي اېم مخکښه مشره ثنا اعجاز وايي دا وخت د خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو ترڅنګ د کوزي پښتونخوا په زياتو سیمو کي د پي ټي اېم د غړيو پرضد مقدمې درج دي.

آغلې اعجاز وايي، چې هغې ته د ترلاسه سويو مالوماتو پر اساس په خپله د هغې نوم په شپږو مقدمو کۍ دی.

هغې وویل دا وخت يې د دوه مخکښ مشرانو محسن داوړ او علي وزير ترڅنګ په ډېره اسماعيل خان کي عبدالله ننګيال بېټنی او عارف وزير، په پېښور کي اسرار ساپي، په ټانک کي ملا طاهر، په چمن کي ملا بهرام او په کراچۍ کي عالمزېب محسود بنديان دي.

هغه وايي، په دوي د مقدمو جوړولو او د غړو د نیولو د لارې فشار راوړل کيږي چي دوي د خپلې مبارزې په شا کړي خو ثنا اعجاز وايي دوی خپلې هلې ځلې او مبارزه دوامداره ساتي په دغه ډول خنډانو يې مخه نه سي نيول کېدای.