کور / #PTM / د محسن داوړ او علي وزير پارلمان ته پر راوستلو بحثونو زور اخيستی دی

د محسن داوړ او علي وزير پارلمان ته پر راوستلو بحثونو زور اخيستی دی

تېره ورځ د پاکستان د پارلمان مشر اسد قيصر وويل، چي د علي وزير او محسن داوړ پارلمان ته پر راوستلو به د قانون وزارت څخه مشوره واخلي.

قيصر وويل، چي ماته د علي وزير او محسن داوړ پارلمان ته د راوستلو وړانديز رسېدلی دی او زه به د قانون وزارت څخه مسوره واخلم چي هغوی په دې هکله څه وايي.

خو د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو پرون د پارلمان مشر اسد قيصر ته په خطاب کي وويل، چي ته د قانون وزارت مسورې ته اړتيا نه لرې، ته بايد سملاسي د علي وزير او محسن داوړ پارلمان ته د راوستلو حکم جاري کړې.

ښاغلي بوټو وويل: “دا ستا له واکونو څخه ده. دا ستا په اختيار کي ده. بل څوک دا اختيار نه لري. تا ته نه د قانون له وزارته او نه له وزيراعظمه د پوښتنې کولو ضرورت شته. ته دا فېصله وکړه او پارليمان مکمل کړه. که داسې ونه سول نو دا به په تاريخ کي وليکل سي چي د جنوبي وزيرستان او شمالي وزيرستان محترم غړي په پارلمان کي د بجټ په اړه له بحث او د خپلو خلکو له استازيتوبه منع کړل سول.”

د پاکستان د قانون له مخي که چيري د پارلمان غړی په کوم تور بندي سي او لا مجرم نه وي پېژندل سوی، نو د پارلمان مشر د ځانګړي حکم له مخي کولای سي چي ياد غړی پارلمان ته راوغواړي.

دوې اونۍ وړاندي د پېپلز پارټۍ يو مشر اصف علي زرداري او مسلم ليګ نواز ګوند يو مخکښ خواجه سعد رفيق د حکومت لخوا ونيول سول، چي وروسته د پارلمان د مشر په حکم بېرته پارلمان ته راوغوښتل سول.

ويل کيږي چي د پاکستان حاکم ګوند تحريک انصاف غواړي د روان کال د بودېجې د تصويب لپاره د مخالفو وکيلانو رايي کمي کړي او په دې سره بوديجه تصويب کړي، ځکه ئې د پښتنو وکيلانو په ګډون ګڼ کسان له پارلمان څخه محروم کړي دي.