کور / راپور / عاطف مشعل: د افغان حکومت د ګډون پرته د سولي کنفرانسونه بې ګټي دي

عاطف مشعل: د افغان حکومت د ګډون پرته د سولي کنفرانسونه بې ګټي دي

په پاکستان کي افغان سفير شکرالله عاطف مشعل وايي، چي د افغان حکومت له ګډون پرته د سولي په نامه غونډي هيڅ ګټه نه لري.

نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کي ويلي، چي په هغه غونډو کي چي د افغان دولت استازيتوب نه وي بې ګټي دي او د وخت ضائع کول دي.

د عاطف مشعل اشاره په پاکستان کي د افغان سولي په تړاو کنفرانس ته وه چي ګڼ شمېر افغان سياسي مخالفينو پکي برخه اخېستې وه.

عاطف مشعل وويل: “داسې ټولې غونډې که په سیمه کي کيږي او یا هم په نورو هیوادونو کي کيږي، تر څو چې له افغان حکومت سره په همغږۍ او هم اهنګۍ نه وي، زما په فکر نه یوازې دا چي ګټې نسو کولی، بلکي د سولې بهیر زیانمنولی سو”.

په لاهور کي جوړ سوي دغه کنفرانس کي د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیوي مشر عطا محمد نور، احمد ضیاء مسعود، عبدالطیف پدرام، د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق، د سولې شورا مشر کریم خلیلي، سید حامد ګیلاني او د جنرال عبدالرشید دوستم استازو ګډون کړی دی.

دغه کنفرانس ته پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم وربلل سوی وو، خو د نوموړي دفتر وايي چي د وخت د کمښت له کبله ئې په دغه کنفرانس کي ګډون ونه کړ.