کور / علمي / زما ژوند جداو جه/ د خان عبدالغفارخان ژوندليک- ۲۱ برخه

زما ژوند جداو جه/ د خان عبدالغفارخان ژوندليک- ۲۱ برخه

غورچاڼ: عبدالجبار فراز

۲۱
دویم واده مي په ۱۹۱۹م کال کي وکړ. تر واده لږ مخکي هم ناحقه او بېګناه بندي سوم، مګر بېرته څو ورځي وروسته راخوشي سوم. له زندان څخه تر راوتو وروسته مي پیره دار ته وویل چي ولي مو نیولی وم او اوس مي ولي بیرته خوشي کوئ؟ هغه راته وویل چي ورسه له انګرېز مشر څخه پوښتنه وکړه. زه هم نېغ هغه ته ورغلم. هغه راته وویل چي تا بغاوت کړی وو او خلکو خپل باچا بللې وروسته مو تحقیق وکړ بېګناه راوختې. ما ورته وویل چي زه اخیر انسان یم حیثیت لرم دا تحقیق به مو مخکي کولای، زه خو څه د ورکي سړی نه وم. همدلته اوسم. که ګناهکار راختلی وای بیا به راپسي راتلای او نیولای به مو. ده راته وویل چي تاسي حیثیت نه لرئ زموږ خوښه ده چي هر څه درکوو، درکوو یې. زه هم ایسته ترې راروان سوم. ده د شا له خوا څو نارې راپسې وکړې ما ورته ونه کتل.
واده مي ډېر ساده-پاده وکړ. د پښتنو د بدخرڅیو او اصرافونو ټول دودونه مي مات کړل. هیڅ ډمه مي نڅېدو ته پرې نښوده، هیڅوک مي پرې نښود چي راسي ډول یا بله اله وږغوي او له خلکو په زوره پیسې واخلي. د ولیمې مراسم هم ډېر ابتدايي ول.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۲۲
کابل ته چي مو هجرت وکړ هلته امان الله خان راته وویل چي زه د پرنګي زور نه لرم، مګر ستاسي سره مرسته خامخا کوم. انګرېز یو تور زهرجن مار دی، هیڅ باور نسته پر او تر څو چي موږ ته نژدې پروت وي، خیر مو نسته. دوې لاري یې راته وړاندي کړې؛ ویل که غواړئ چي پوځي زدکړي وکړئ زه مو په خدمت کي یم. بېله ځنډه به مو ځوانان پر ډلګیو درووېشم، ښه پوځي روزنه به ورکړم او تر چمتو کېدو وروسته به مو بیا له انګرېزانو سره د جنګېدو پر مهال نور لاسنیوی هم وکړم. او که مځکي غواړئ په مزار او کندوز کي پراخي ده. هلته به مو واړوم. خپله یوه ټولنه جوړه کړئ او چاري مو چي څنګه مو خوښه وي هغسي مخته بوزئ. دغه راز یې د دندو، سوداګرۍ کولو او نورو کارونو وړاندیز هم راته وکړ او په هر ډګر کي یې د ملاتړ ځیګر راته وټکاوه. ما چي دا احوال خپلو خلکو ته راوړ، نو زموږ سره د پرنګیانو پټ راتېر سوي جاسوسان یو په بل پسي پاڅېدل او د دې کار مخالفت یې وکړ. هر یوه چي به خبري وکړې روان به سو او یوه ډله زړه نا زړه خلک به تر شا ورپسې سول. په دې ډول مو د ناکام هجرت دا کوښښ هم نسکور سو.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۲۳
زما څه ملګري تاشکند ته په دې نیت ولاړل چي ګوندي شوروی به د هندوستان د مسلمانانو په ازادولو کي څه مرسته ورسره وکړي. زه په کابل کي پاته سوم. یوه ورځ د امان الله خان لیدني ته ورغلم. ډېر مجلس مي ورسره وکړ. په خبرو خبرو کي مي ورته وویل: ستا ترکي زده ده، پارسي دي زده ده او نوري ژبي دي هم زده دي، خو خپله مورنۍ ژبه دي نه ده زده. دې خبري هغه سخت اغېزمن کړ او د زده کولو پخه ژمنه یې راسره وکړه. کله چي له واکه لیري او له افغانستان وتلو ته اړل کړل سو، یوه ورځ مي ممبيي کي ورسره ولیدل. هلته یې په پښتو بانډار راسره وکړ.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۲۴
په کابل کي د استوګني پر مهال مي له نادر خان سره-چي دا مهال دفاع وزیر وو-اړیکي ډېري وې. یوه ورځ یې راته وویل چي ورسه حبیبیه لېسه وګوره. هلته مي د یوه ټولګي له هلکوانو وپوښتل: شما کيستید؟ دوی راته وویل چي افغان هستیم. بیا مي ورته وویل چي ملک شما؟ دوی راته وویل افغانستان. بیا مي ورته کړل چي نو که افغان هستي افغاني میداني؟ سترګي یې کښته واچولې او غلي سول. ما به نه پسي پرېښودل او ورته ویل به مي چي تا ته چي افغاني ژبه نه درځي نو ته څنګه ځان ته افغان وایې؟
یوه ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمود طرزي چي یو ډېر هوښیار سړی وو، مهاجر مېلمانه کړي ول. د ډوډۍ پر مهال یوه ترې وپوښتل چي صاحبه دا څنګه د افغانانو وطن دی چي د چا افغاني پکښي نه ده زده. ده ورته وویل خیر دی پارسي هم زموږ ژبه ده. ما ورته وویل بالکل سهي ده، مګر پښتو خو دلته ملي او د اکثریت ژبه ده. په ټوله دنیا کي د اکثریت ژبه هم سرکاري، هم دفتري او هم تعلیمي ژبه وي.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۲۵
د افغانستان او ازادو قبایلو بد حال چي مي ولید او نژدې پنځلس کاله مي په هندوستان، قبایلو او افغانستان کي منډي ترړي وکړې، نو دې پایلي ته ورسېدم چي انقلاب د منډو کار او دومره اسانه نه دی، بلکي پوهه او سړه سینه غواړي، عالمان و پوهان غواړي، عمل غواړي او اشخاصو ته اړتیا لري. د ملګرو هغه لومړۍ جذبه او اوسنۍ پاشلتیا مي سترګو ته درېده. نو کښېناستم او له ځان سره مي ژور سوچ وکړ. ومي لیدل چي زموږ خلک نه د صنعت په کیسه کي دي نه د زراعت، نه له تجارت سره مینه لري او نه یې له زدکړو سره شوق سته. له یوه مخه په خانه جنګیو اخته او په رواجونو و دودونو کي تر غوږونو ډوب دي. داسي قام انقلاب نسي کولای. باید اول له دې بلاګانو څخه خلاص کړل سي او دا کار یوه خوندي او له جنګه خلاصه فضا غواړي. تر دې دمه زه په دې عقیده وم چي دا ماملې په انقلاب خلاصیږي او د انقلاب راوستلو یوازنۍ وسیله جنګ دی، لیکن د دغو تجربو په وسیله پوه سوم چي په جنګ کي اسونه نه چاغيږي، نو ځکه مي هوډ وکړ چي د عدم تشدد لار به خپلوم، کلي ته به ځم او هلته به د انقلابي اشخاصو د روزلو لپاره قومي ښوونځي جوړوم.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۲۶
انګرېزانو چي ولیدل زه لګیا یم ها خوا دې خوا منډي وهم، ښوونځي جوړوم او خلک هوښیاروم، نو یې خوند ورنکړ. زما پلار یې وروغوښت او ورته ویې ویل چي دا زوی دي منعه کړه. دا کوم کارونه چي دی کوي ښه نه دي. پلار ته مي د انګرېزانو یوه پښتانه اجنټ ویلي ول چي ګوره که ستا د زوی پر ځای بل څوک وای دوی بندي کاوه، مګر ستا لحاظ یې وکړ. ته هم لږ تر لږه د دوی خاطر وکړه او زوی دي راوګرځوه. پلار مي راغی ما ته یې وویل چي هلکه دا کیسې پرېږده. ټول ارام ناست دي ته یوازي منډي وهې. کښېنه کرار. ما ورته وویل سهي ده بابا ستا خبره منم او نور یې نه کوم. ډېرو خلکو لمونځ پرېښود زه به یې هم پرېږدم او ګوره ته به بیا نه راته وایې چي ولي لمونځ نه کوم. ده راته وویل چي لمونځ خو فرض دی څنګه یې پرېږدې؟ ما ورته وویل چي علم هم فرض دی. بابا مي راته وویل چي ښه نو ځه کوه یې. ولاړ هغه انګرېز مشر ته یې وویل چي صاحبه موږ ستاسي د خوشحالۍ لپاره خپل دین نسو پرېښودلای.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۲۷
پښتنو له سوداګرۍ او کروندګرۍ سره هیڅ مینه نه لرله، بلکي سپک کارونه ورته ښکارېدل. د دوی په اند دا د ټیټو خلکو او هندواڼو بوختیاوي وې. د لوی خان تعریف دا وو چي پلانی دومره پټي او مځکي لري چي سر و پای یې نه دی ورمالوم. ما به ورته ویل چي دا خو خان نه، بلکي خر دی. یو څوک څنګه د خپل پټي پولي ونه پېژني؟ په دې ډول نو موږ ته دوې ستړي راله غاړي وې: یوه دا چي کلي په کلي او کور په کور وګرځو، پښتانه اصلاح او د تجارت خوا ته رامات کړو او بله دا چي کروندګري وکړو. دغه مهال به له ښاره کلیو ته ترکاري راتلله. ما چي باغ جوړ کړ، ښه پرېمانه ترکاري مي پکښي وکرله. بیا به مي خلکو ته د خپل لاس د کار پایله ورښودله او تشویقول به مي چي دې لار ته مخه کړي. دې خوا ته چي لږ خلک رامات سول زه ولاړم په اتمانزو کي مي د ګوړي دوکان پرانیست. خلکو به په رنګارنګ نومونو بللم او ملنډي به یې راوهلې. ما یې پروا نه کوله. مسلمانانو ته دوکانداري او سوداګري شرم ښکارېد. هره میاشت به مي یو ځل خانان راټولول، چای به مي ورکولې او ورته ویل به مي چي ستاسي د باغونو لسمه برخه مي په دې کاروبار بنده کړې ده، خو ستاسي د کال ګټه په یوه میاشت کي ځني ترلاسه کوم. وروسته به مي د کاروبار حساب و کتاب وروښود او ورته وبه مي ویل چي څو نفره نور هم پر کار راسره بوخت دي، د هغوی کورنیو ته مي هم ګټه رسیږي. په دې ډول پښتانه ورو-ورو سوداګرۍ ته رامات سول او تجارت مو خپل لاس ته ولوېد. پښتانه په اصل کي ډېر ښه قام دی. په ډېرو کیسو او افسانو نه پوهېږي. هر کار چي په کول غواړې بس ځان ورته نمونه کړه، نور دوی خپله درپسې کیږي.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

.