زما ژوند جداوجهد / د خان عبدالغفارخان ژوندليک- ۲۸ برخه

Aziz Rahman Hazim | جون 25th, 2019


غورچاڼ: عبدالجبار فراز

۲۸
د ۱۹۲۱م کال د ډسمبر په میاشت وه. په ښوونځي کي مو د فوټبال میدان جوړاوه چي پولیس راغلل او ویې نیولم. د سرحد زندان یوې ډېري خرابي او چټلي کوټې ته یې واچولم. سخته ګنده او بوینه وه. هلته یو اخور وو هغه کي پروړ پراته ول کله کله به هلته څملاستم چي ګرم سم. وخت تېر سو. هوا بدله او موسم ګرم سو. زما سره لا هم هماغسي سخت چلند روان وو. ټوله شپه به مي لاسونه ها خوا دې خوا ښورول او چپلاخي به مي غورځولې چي کوم لړم-مړم مي ونخوري. سهار چي به مي کتل دوه درې لړمان به مړه پراته ول. غوماشي خو دومره زیاتي وې چي سترګه مي هم نسوای ځني پټولای. لمر مي په ورځو-ورځو په سترګو نه لیدی. خواړه نهایت خراب ول. د زندان مسوولین تر بېخه مفسد او بډي خواره ول. چا چي به پیسې لرلې پاچهي یې چلېدله چا چي نه لرلې، ورځ یې توره شپه وه. پښتانه دلته هم پر خېلونو، سیمو او پښو سره وېشلي ول. یوې پښې به ساتونکو ته پیسې ورکړې د هغې بلي پښې پښتانه به یې په بې عزته کړل. دا بله ورځ به بیا هغوی دا غاړه د پیسو په زور بې عزته کړه. یوه ورځ مي یو څو پښتانه ولیدل چي پولیسو سات په تېراوه. جاروګان یې په لاسونو ورکړي ول چي دوی به چوغ سول، پولیسو به پر کونه په لغته ووهل او بوڅ به یې راواړول. ما پوښتنه ترې وکړه چي ولي یې راوستلي یاست؟ ول له تربور سره مو جنګ وکړ. ما ول پر څشي؟ ویل بس لږ تېره خبره یې راته وکړه شیطان کافر وو له زغمه مي ورته ووتله. ما ویل نو شیطان مو هم درسره راوستلی دی که مو همالته خپلو تربرونو ته ورپرې ایښی دی؟ هلته دي د خپل پښتانه کږه خبره نسوای زغملای، دلته دا دی پردي پنجابيان او هندوان ډرۍ دروهي او تر مزبه-مزبه دي بې عزته کوي.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۲۹
که څه هم سیاسي بندي وم، خو د اخلاقي قیدیانو غوندي سپک چلند یې راسره کاوه. د خراب خوراک او څښاک له وجي مي ۴۰ پاوه وزن وبایلود. غاښونو مي په رژېدو شروع وکړه. اخیر یې ډاکټر ته بوتلم. هغه امر وکړ چي د ورځي باید دوه ځله لمر ته راوایستل سم. روغتون کي یې شیدې هم راکولې، مګر له پښو څخه د زولنو ایستلو جرئت یې نسوای کولای. یوه ورځ یوه ساتونکي لږ ګوړه راکړه. هغه چي ووت ما ایسته وغورځوله. ګړی وروسته ږغ سو چي د زندان مشر د معاینې لپاره راځي. پر ما د ګوړي پټولو ځای ورک سو. حیران وم څه په وکړم. مال هسي نه راسره پیدا یې کړي. هغه راغی خو تلاښي یې ونکړه. تر دې وروسته مي له ځان سره وویل چي نور به ناقانونه کار نه کوم، ځکه ناقانونه کارونه د سړي زړه ته ډار وراچوي او ډار سړی کمزوره کوي.
بله ورځ چا د کوټې دروازه راوټکوله. ما ویل څوک یې ول شیدې مي درته راوړي دي. ما ویل چا درکړي دي؟ ول ډاکټر. مال له کومه ځایه یې درکړي دي؟ ول له روغتون څخه. لومړی مي مننه ځني وکړه او بیا مي ورته وویل چي بېرته یې وروړه زه یې نه غواړم. ویل ولي؟ مال دا د یو بل ناروغ حق دی. یا به یې د دغو شیدو په اندازه نورو شیدو ته اوبه وراچولي وي او یا به یې د یو بل چا درست حق رالېږلی وي؛ په دواړو حالاتو کي دا زما لپاره ناروا دي.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۳۰
چي روغتیا مي ډېره خرابه سوه، نو راباندي وبېرېدل او د عادي بندیانو برخي ته یې ستون کړم. هغه یو غټ او پراخ ځای وو. د کسبونو د زده کولو امکانات هم پکښي ول. ما د اوبدلو کسب ته ملا وتړله. چي لاس مي پکښي وچلېد، نو د استاد د بند موده پوره سوه او ازاد سو. که یو څو میاشتي لا نور پاته سوی وای ډېر تکړه استاد راڅخه جوړېدی. دغه ځای مي ډېر ارمان دی. د پښتنو بندیانو تر منځ رواني تربګنۍ، دوښمنۍ او په خپلو پیسو د یو و بل د بې حرمته کولو حماقتونه ډېر بد راباندي لګېدل. ورو-ورو مي تبلیغ پکښي شروع کړ. ما به ورته ویل چي خدای مو خوار کړه په دا پوچو سرونو هم مو ځانونه بې عزته کړل او هم مو جېبونه تش سول. هر ځای چي به مي موقع لیدله ورتلم به او له یوه مشر او اغېزناک بندي سره به مي همدا خبره راپورته کوله. کرار-کرار د خلکو سد سر ته ورغی. یوه ورځ د یو چا په لاس پیغام راورسېد او راته وویل سول چي که یوازي د ښوونځیو جوړولو کار وکړم، خو پر کلیو او خلکو له ګرځېدو لاس واخلم، نو حکومت به مي بند رامعاف کړي. ما ورسره ونه منله. دا زموږ د مقاصدو خلاف کار وو. ما ته د خلکو راویښول او سر ورخلاصول ډېر مهم ول. کله چي د محبس مشر زما له تبلیغه خبر سو، خپله دوکانداري یې په خطر کي ولیده، سل و زر تهمتونه یې راپوري وتړل او انګرېزانو ته یې زما شکایت وکړ. هغوی هم د ډېره غازي خان زندان ته ولېږلم. په کومه ورځ چي راپسي راغلل راږغ یې کړل: شیان-میان دې راټول کړه راځه چي بل ځای دي بیایو. زما شیان نو څه ول، یو قران شریف مي درلود هغه مي په غاړه کړ او ورپسې سوم.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۳۱
کله-کله به مي د شپې و ورځي له ناپایه یوازیتوب څخه ډېر زړه تنګ سو. په تېره بیا چي خپله بېګناهي به رایاد سوه، نو سخته غوسه به هم راغله. بیا به مي ځان ته په دې تسلي ورکړه چي خیر دی خلکو د خپل قام او ولس لپاره تر دې لا غټي-غټي ستونزي او سختۍ ګاللي دي. دا د خدای یو امتحان او تمرین دی. د هغه ټول کارونه د خیر وي. زه باید صبر له لاسه ورنکړم، ځکه خدای د صابرانو ملګری دی. یو نه یو وخت به راباندي رڼا سي. ټول عمر خو به دا ربړي نه وي.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۳۲
د ډېره غازي خان په زندان کي وضعیت ډېر بهتر وو. دلته زما په ګډون صرف شپږ تنه مسلمانان او نور ټول هندوان او سیکان ول. دلته یې له پښو څخه بېړۍ راخلاصي کړې. هم خواړه سم سول هم د ګرځېدو و پرېوتو شرایط. د زندان چلوونکي هم ښه خلک ول تېر و بېر یې کاوه. دغه راز یې زما پر قد برابري جامې هم راکړې یانې له هغه خندنۍ بڼي یې راوایستم چي لمن به مي پر ورنونو او پایڅې به مي تر ځنګنو لوړي ولاړي وې.
دلته محبوس کسان اکثره د خپلو قومونو او سیمو بانفوذه او مخکښي څېرې وې. د هغوی په ذهنونو کې پښتانه ډېر بد او ناوړه انځور سوي ول. ګواکي خدای د پښتنو د داغجن تصویر د پاکولو یوه موقع په لاس راکړې وه. ټولو مي ډېر درنښت کاوه او تمامه ورځ به مو مجلسونه سره کول. له هري خوا به د پښتنو د ناوړه ټولنیز چلند او توند مزاج په اړه پوښتني راباندي اورېدلې. د سیکانو نوموتي مشر لاله دوني چند یوه ورځ راته وویل: ته چي یې اوله ورځ رادننه کړې له څېرې مې وپېژندې چي پښتون یې او د یوه لوی ډاکو و خلافکار ګومان مي درباندي وکړ، مګر وروسته-وروسته مي وپېژندې چي بېخي د یوه بل ډول او خورا ښه طبیعت څښتن یې. ما به اکثره دوی ته ویل چي ښه و بد په هر قوم کي سته. زموږ په باب هم دا بدي اوازې ټولو دوښمنانو اچولي دي. د هغوی هدف یوازي و یوازي زموږ تاسي تر منځ د نفاق اور بلول او له یو و بله بېرول دي بس خلاص.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۳۳
په ډیره غازي خان محبس کي مي هم ورزش شروع کړ هم مطالعه. یو څو اردو او انګرېزي اخبارونه راتلل او ما به ښه په خوند-خوند لوستل. ورزش مي په دې نیت کاوه چي ګوندي د سرحد په زندان کي مي زیانمنه سوې روغتیا یو څه ورسره ښه سي او بېرته لږ وزن واخلم. مګر هغه دومره له کاره لوېدلی وم چي د سمېدو پر ځای ورځ په ورځ لا خرابېدم. غاښونه مي نور هم له کاره ولوېدل، اورۍ مي ټولي وپړسېدې او ویني به یې کولې. ما یې دوه علتونه پیدا کړي ول. یو دا چي پر ما خپله مېرمن ډېره ګرانه وه او زښته مي یادېدله. ډېر مي زړه غوښت چي ویې وینم. اکثره به مي په خوب لیدله. دویم دا چي له اوریو څخه تلونکي ویني به مي یو څه له ډوډۍ سره تېرولې. ډاکټر ته چي مي وویل هغه هم راسره ومنله چي همدا او ځیني نور علتونه لري. ورزش به مو دا وو چي پر خپله کوټه به شاوخوا راتاوېدو. پر لاري به راسره هندوانو او سیکانو تیزونه اچول. دوی کي خو دا څه عیب نه وو. ما ته به سخته خندا راتله. ځان به مي یوې خوا ته کړ او ښه ډېر به مي وخندل بېرته به ورپسې سوم. دوی به بیا تېز واچاوه. اخیر ورسره عادت سوم او بیا څه بده خبره هم نه راته ایسېده.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۳۴
زموږ د زندان مشر هم ډاکټر وو. هغه مي چي غاښونه وکتل، نو یې راته وویل چي زه نه په پوهېږم باید یوه متخصص ته یې ورښکاره کړې. د متخصص فیس باید خپله بنديانو پرې کولای. زه چي بېرته کوټې ته راغلم ملګرو ته مي کیسه وکړه. هغوی ټولو سلا سره وکړه، د زندان مسوول ته ورغلل او ورته ویې ویل چي خامخا باید یو متخصص راوغواړي. اخیر زموږ د یوه ملګري یو شناخته هندو متخصص وو هغه یې راوغوښت. هغه چي وکتلم ډېر افسوس یې وکړ. ویل چي غاښونه مي ډېر خراب سوي دي. ټول یې راته پاک کړل. پر پارچه یې د اضافه شیدو او سبزیو د راکولو توصیه هم راته ولیکله. متخصص ته مي په پای کي وویل: زه غریب نه یم ښه جایداد او پیسې لرم هر څو فیس چي دي کیږي ویې وایه درکوم یې. هغه انکار وکړ. ما چي یو څه نور ټینګار پر وکړ نو یې مخ راواړاوه او راته ویې ویل: زه به نه شرمېږم چي له داسي یوه سړي څخه پیسې واخلم چي د خپل وطن، قوم او ټولني د ازادولو، پرمختګ او اصلاح لپاره دومره سختۍ پر ځان وړي؟ که پر ځان باندي د زندان خوارۍ نسم وړلای لږ تر لږه دومره خو کولای سم چي ستا غوندي سړي وړیا خدمت وکړم. زه هم نور غلی سوم.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

Copyright Larawbar 2007-2024