زما ژوند جداوجهد / د خان عبدالغفارخان ژوندليک – ۳۵ برخه
Aziz Rahman Hazim
۳۵
د ۱۹۲۲م کال د اګسټ میاشتي وروستۍ ورځي وې. یو مازیګر ناست وم چي ساتونکي یو پاکټ راکړ. دننه یې یو لیک پروت وو. پاکټ چي مي پرانیست د مور لیک مي وو. ډېر سخت خوشحال سوم. مور پر ما بېخي زیاته ګرانه وه او پر هغې هم زه تر سترګو ګران وم. تر دوعا و سلام وروسته یې راته لیکلي ول چي الله تعالی زوی درباندي ولوراوه. دا خط د دې لپاره دراستوم چي هم مبارکي درکړم او هم درڅخه وغواړم چي پر هلک یو نوم کښېږدې. زموږ همدا پرېکړه ده چي باید ته یې ونوموې.
په دې زېري لا خوشحاله سوم او د خدای ثنا مي وویله. په جوابیه لیک کي مي مور ته ولیکل چي پر هلک عبدالعلي نوم کښېږدي.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان
۳۶
اسیايي مسلمانان تل دا دعوه کوي چي په نړۍ کي تر ټولو ښه مسلمانان دوی دي او تر هر چا یې دین ښه پاللی دی. زما د تجربو له مخي دا درواغ دي. دلته دین ضرور سته او دوی هم پاللی دی، مګر په نامه یې پاللی دی. له رښتیني دین څخه یومخ ناخبره دي، ځکه مذهب خلک ازادۍ، اختیار او پراخنظرۍ ته هڅوي، مګر دوی د دې ټولو خلاف دي.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان
۳۷
سره له دې چي زندان کي مو له هندوانو او سیکانو سره اړیکي ډېري ښې وې او د دوی د خاطردارۍ لپاره مو ډېر وخت غوښه ونخوړه، خو کله چي مو غوښو خوړلو ته هوا وسوه، نو اکثرو یې یو ډول نفرت ښکاره کړ. دا په داسي حال کي چي ما بیا هم د دوی د درنښت ساتلو په پار پخلی زموږ له مامولي پخلنځي څخه روغتون ته واړاوه. ملګرو ته مي وویل چي خیر دی د دوی نه خوښیږي، دلته به یې په دغو لوښو کي نه پخوو هلته په روغتون کي به یې پخوو صرف دلته به یې خورو. د دوی شکایتونه چي لږ زیات سول، نو ما ورته وویل چي ګورئ هر دین تر هر څه مخکي د زغم سپارښتنه کوي. هیڅ دین د بل مذهب پیروان په زور سره خپلي خوا ته راماتول نه غواړي. تاسي هم لږ سوچ وکړئ ایا دا امکان لري چي ټول وګړي دي غوښه ونخوري او یا دي هم ټول غوښه وخوري؟ داسي تنګ سوچ باید ونکړئ. موږ تاسي دواړي طبقې همدې یوه هیواد کي اوسو که مو تر منځ دغسي ناچیز اختلافات دومره غټ-غټ غبرګونونه ولري نو بیا دي د دې وطن خدای مل سي. ورو-ورو بیرته وضعیت عادي سو. یوه هندو به د خپلو نورو ملګرو په پټه کټوری راکړ، ما به له غوښو ډک ورته راوړ او ده به کوم ګوټ کي وسرپاوه. چي رښتیا سي زه چي اول زندان ته راغلم زړه مي له اختلافاتو او تربګنیو پاک وو، وطن د ټولو کور راته ښکارېد، مګر د دې ځای بار-بار او چټي-چټي دعوو دنګلو مي زړه لږ راخیرن کړ.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان
۳۸
زموږ د کلي یو مشر د خپل سکه وراره له خوا په جومات کي پر سجده وژل سوی وو. د قضیې د ارزوني لپاره د پولیسو یوه ډله ورغلې وه. مشر یې پرنګی وو. هغه جومات ته له بوټونو سره ننوتلی وو. دننه ولاړ یوه سړي پر رابړیچ وهلي او ورته ویلي یې ول: صاحبه! بوټونه دي وباسه دا جومات دی. پرنګي ورته ویلي ول: تاسي په جوماتونو کي له بوټونو سره نه ګرځئ، مګر انسانان بیا پر لمانځه ولاړ پکښي وژنئ. ایا دې ته هم احترام ویل کیږي؟ عجیب مذهب او عجیبه تربیه مو ده.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان