کور / #PTM / د پي ټي ايم يو بل غړی له بنده ازاد کړل سو

د پي ټي ايم يو بل غړی له بنده ازاد کړل سو

د پښتون ژغورني غورځنګ يو بل غړی ذبيح الله چي په کراچي کي پوليسو زندان ته اچولی وو نن له جېل څخه ازاد سو

د نوموړي د ازادۍ پر مهال د غورځنګ د کراچي ملګري د هغه تود هرکلی وکړ.

تر دې وړاندي په پېښور کي د غورځنګ ملګری خميد وزير هم له زندانه ازاد کړل سوی وو خو له بده مرغه د وزيرستان استازي ( MNA) علي وزير او محسن داوړ او د علمزيب مسيد و عبدالله ننګيال په ګډون يو ډير شمېر نور د غورځنګ غړي اوس هم د فوج لخوا په جېلونو کي ساتل کيږي.