کور / راپور / مايک پومپيو: هيله من يم چي تر دريو مياشتو پوري به د طالبانو سره يوې هوکړي ته ورسېږو

مايک پومپيو: هيله من يم چي تر دريو مياشتو پوري به د طالبانو سره يوې هوکړي ته ورسېږو

د امريکا د بهرنيو چارو وزير په يو نااعلان سوي سفر پرون کابل ته راغلی او دلته ئې د افغان ولسمشر په ګډون د ګڼو سياسي مشرانو سره وکتل.

ښاغلي پومپيو چي د افغان سولي په تړاو د افغان مشرانو سره ږغېدلی په خپلو تازه څرګندونو کي ئې ويلي، چي تمه ده په راتلونکو دريو مياشتو کي د طالبانو سره د سولي يوې هوکړي ته ورسېږي.

هغه په کابل کې د امریکا په سفارت کې په خبرو کې وویل: “هیله من یم وکړای سم د سپتمبر له لومړۍ نتیټې دمخه د سولې یوه موافقه ترلاسه کړو، زموږ هدف همدا دی.”

نوموړي دا هم وويل، چي که څه هم د طالبانو سره له افغانستان څخه د امريکايي سرتېرو د وتلو خبره مطرح سوې ده، خو تراوسه د دغه ځواکونو د وتلو کوم مهالوېش نه دی ټاکل سوی.

مايک پومپيو له کابل څخه د هند پر لور روان سو چي هلته د هندي چارواکو سره د افغان سولي په تړاو خبري اتري وکړي.