کور / راپور / کوټه: لورلايي کي د پوليسو پر يو مرکز بريد يو پوليس افسر وژلی دی

کوټه: لورلايي کي د پوليسو پر يو مرکز بريد يو پوليس افسر وژلی دی

نن سهار د کوټي په لورلايي سيمه کي د پوليسو پر يو مرکز بريد سوی چي پکي د يوه پوليس افسر د وژل کېدو خبر ورکول سوی دی.

پېښه نن سهار د د لورلايي د پوليسو د مرکز سره نژدې سوې ده.

د راپورونو له مخي ويل کېږي، درې ځانمرګي بريدګرو غوښتل چي مرکز ته ننوځي چي يوه ئې ځان ته چاودنه ورکړې او نور دوه تنه د پوليسو له لوري په نښه سوي دي.

له دې وړاندي د جنورۍ په مياشت کي هم د پوليسو پر يو مرکز بريد سوی وو، چي ګڼ کسان پکي ووژل سول ، چي وروسته پښتون ژغورني غورځنګ د پېښي پر ضد لاريون وکړ او ددغه غورځنګ مخکښ پښتون فعال ارمان لوڼۍ د پاکستاني رياست له لوري په تشدد سره ووژل سو.

همداراز په سنځاوۍ کي هم يو بريد وسو چي ګڼو کسانو ته ئې مرګژوبله واړول.

د بشري حقوقو فعالان او څېړونکي وايي چي د پښتنو سيمو ته په دې وروستيو کي په لوی لاس نا امني غځول کېږي.

فعالان وايي، چي دا  دپاکستاني رياست پاليسي ده چي د پښتنو په سيمو کي ګډوډی جوړ کړي او وروسته د عملياتو (اپرېشن ) لپاره پوځ ته بهانه پيدا سي او پښتانه تر خپل وحشت او دهشت لاندي ژوند کولو ته اړ باسي.

په پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن وايي “په کوزه پښتونخوا کي د شخړو نوې لړۍ پرانستل سوي او پښتنو علاقو ته خپره سوې ده”.