کور / راپور / نن په اسلام اباد کي د حکومت خلاف د اپوزيسون مشرانو ګډه غونډه جوړېږي

نن په اسلام اباد کي د حکومت خلاف د اپوزيسون مشرانو ګډه غونډه جوړېږي

نن په اسلام اباد کي د حکومت اپوزيسون ګوندونه د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ په ګډه يوه غونډه کوي.

د اپوزيسون مشران وايي، چي په دغه غونډه کي چي د ګڼو ګوندونو مشران پکي ګډون کوي د حکومت پر وړاندي تحريک چلول، د بوديجي تصويب ته نه پرېښودل، د سينيټ مشر بدلول او ګڼ نور موضوعات سته چي ورباندي به خبري وکړي.

په دغه غونډه کي به د پیپلز ګوند، مسلم لیګ (ن)، عوامي نېشنل پارټۍ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، متحده مجلس عمل او نېشنل پارټۍ ګډون کوي.

تحريک انصاف ګوند چي اوس ئې حکومت په لاس کي دی د پوځ د ملاتړ څخه برخمن دی او په هيواد کي هره پرېکړه د پوځ په خوښه کوي.

له دې وړاندي په پارلمان کي هم د تحريک انصاف او نورو ګوندونو د غړو ترمنځ جنجالونه رامنځ ته سوي دي.

دا مهال پاکستان د سخت سياسي کړکېچ سره مخ دی او ترڅنګ ئې د اقتصاد په ډګر کي هم پرېوتی ښکاري.