کور / اقتصادي / پاکستان اقتصادي کړکېچ: يو ډالر ۱۶۰ روپيو ته رسېدلی دی

پاکستان اقتصادي کړکېچ: يو ډالر ۱۶۰ روپيو ته رسېدلی دی

د اقتصادي کړکېچ په لړ کي د ډالر په مقابل کي د پاکستانۍ روپۍ ارزښت نور هم لاندي لوېدلی دی.

نن په پاکستان کي د پيسو يا کرنسيو په بازار کي يو ډالر په ۱۶۰ روپۍ تبادله کېدی.

له تېري ورځي څخه ډالر ۲ روپۍ نور هم لوړ سوی دی چي په دې سره د پاکستانۍ روپۍ د نوري کښته کېدو وېره هم سته.

پاکستان دا مهال د سخت اقتصادي کړکېچ سره لاس وګرېوان دی، چي د خلګو پر ورځني ژوند ئې بد اغېز کړی دی.