کور / #PTM / بلاول بوټو يوځل بيا د علي وزير او محسن داوړ پارلمان ته د راوستلو غوښتنه کړې ده

بلاول بوټو يوځل بيا د علي وزير او محسن داوړ پارلمان ته د راوستلو غوښتنه کړې ده

د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو يوځل بيا د پارلمان له مشر څخه غوښتي دي چي په قامي اسمبلۍ کي د وزيرستان  استازي محسن داوړ او علي وزير پارلمان ته راوغواړي.

نوموړي وويل، چي د بودېجې د تصويب لپاره مهمه ده چي د پارلمان ټولي څوکۍ ډکي وي او که چيري  دغه دوه غړي پالمان ته راونه غوښتل سي، نو دا به مالومه سي چي قامي اسمبلۍ ازاده نه وه، بلکي د پوځ تر فشار لاندي وه.

له دې وړاندي هم د اپوزيسون او نورو ګوندونو وکيلانو غوښتنه کړې وه، چي د شمالي او جنوبي وزيرستان استازي دي پارلمان ته راوغوښتل سي، ترڅو د خړ کمر پېښي اړوند د سترګو ليدلی حال پارلمان ته وړاندي کړي.

د مي مياشتي پر ۲۶ نېټه پاکستاني پوځ د شمالي وزيرستان په خړ کمر سيمه کي د پښتون ژغورني غورځنګ پر کاروان بريد وکړ، چي ۱۴ تنه ئې شهيدان کړل او تر ۳۰ زيات نور ئې ژوبل کړل.

د پېښي سمدستي وروسته پوځيان علي وزير چي هم په دغه کاروان کي يوې غونډي ته روان وو ونيوی او څو ورځي وروسته ئې په قامي اسمبلۍ کي د جنوبي وزيرستان استازی محسن داوړ هم ونيوی.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند راتلونکو څو ورځو کي د راتلونکي کال بوديجه پارلمان ته وړاندي کوي، چي د ډېرو ګوندونو لخوا ورسره مخالفت سوی او په همدې خاطر تحريک انصاف د پوځ په مرسته غواړي د پارلمان مخالف وکيلان يا بنديان کړي او يا ئې د پارلمان څخه ليري وساتي، ترڅو بوديجه ددوی د رايو په اکثريت تصويب سي.