کور / راپور / کرمه ايجنسي: ځايي خلګو د حکومت ضد احتجاجونو ګواښ کړی دی

کرمه ايجنسي: ځايي خلګو د حکومت ضد احتجاجونو ګواښ کړی دی

د کورمي ايجنسۍ خلګو ويلي، که حکومت ددوی نيول سوي کسان خوشي نه کړي دوی به د حکومت پر ضد احتجاج وکړي.

سيمه ايز اوسېدونکي وايي، چي حکومت ددوی پر کورونو چاپې وهي او بېګناه کسان د ځان سره بيايي.

د خلګو په وينا، پوځ ځيني نيول سوي کسان وژلي هم دي او دا ددوی لپاره د برداشت وړ نه ده.

د جون مياشتي پر ۲۴ نېټه د کرمي ايجنسۍ د سدې کارخانو سيمه کي د ځمکي پر سر قومي شخړه رامنځ ته سول، چي وروسته پوځ په همدې بهانه علاقې ته ولاړی او اوس هلته د بې ګناه خلکو پر کورونو چاپې وهي او له يوه مخه خلګ نيسي او جېلونو ته ئې لېږي.

پاکستانی پوځ په پښتني سيمو کي د ترهګرۍ خپرولو نوې پروژه پرانستې ده چي له مخي ئې په علاقه کي ناامني جوړه کړي او پښتانه د خپل ظالم اقتدار لاندي وساتي.