کور / راپور / اسلام اباد کي اپوزيسيون ګوندونو د حکومت ضد احتجاجونو اعلان وکړ

اسلام اباد کي اپوزيسيون ګوندونو د حکومت ضد احتجاجونو اعلان وکړ

د پاکستان اپوزيسون ګوندونو په يوه ګډه اعلاميه کي ويلي، چي اوسنی حکومت غير مشروع دی او پر ضد به ئې دوی احتجاجونه پيل کړي.

تېره ورځ په اسلام اباد کي د مخالف ګوندونو ګډه غونډه جوړه سوې وه، چي د جميعت اسلامي، پيپلز پارټۍ، مسلم ليګ نواز، متحده مجلس عمل او ګڼو نورو سياسي ګوندونو پکي برخه اخيستې وه.

په دغه غونډه کي پر حکومت نيوکي وسوې او په ګډه اعلاميه کي خبرداری ورکول سو، چي موجوده حکومت د درغليو په زور راغلی دی او د اولس هيڅ استازيتوب نه سي کولای، نو ځکه به ئې پر ضد د جولای د مياشتي له ۲۵ نېټې څخه احتجاجونه پيلوي.

په دغه ګڼ ګونديز کنفرانس کي د حکومت لخوا د بودېجې پر تصويب، په قامي اسمبلۍ کي د وزيرستان د استازو علي وزير او محسن داوړ پارلمان ته پر نه راغوښتلو، د نواز شريف سره په زندان کي د ملاقات پر پابندۍ هم نيوکي وسوې او دا ئې د حکومت نا انصافي وګنل.

علي وزير او محسن داوړ د خړ کمر پېښي وروسته د پوځ لخوا ونيول سول او د سخت تشدد وروسته زندان ته ولېږدول سول، چي لا تراوسه هلته دي.

همداراز په کنفرانس کي پر دې نيوکه وسول چي پوځ ولي په سياسي چارو کي لاسوهنه کوي.

د کنفرانس وينا والو وويل، چي اوسنی حکومت هيڅ واک نه لري، بلکي ټول کارونه د پوځ په اشاره کوي چي دا يو ديکتاتورانه نظام بللای سو.

پاکستان دا مهال د سياسي کړکېچ ترڅنګ د سخت اقتصادي بحران سره هم مخ دی او مخالف ګوندونه په همدې موخه د حکومت لخوا د منظور سوې بوديجې  د تصويب مخه نيسي.