کور / راپور / امرالله صالح: موږ د پاکستان منندوی نه يو، پاکستان هرڅه د خپلو ګټو لپاره کړي دي

امرالله صالح: موږ د پاکستان منندوی نه يو، پاکستان هرڅه د خپلو ګټو لپاره کړي دي

په ولسمشريزو ټاکنو کي د اشرف  غني لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، چي پاکستان د افغانستان سره په هيڅ برخه کي مرسته نه ده کړې.

د ښاغلي صالح په خبره، پاکستان چي د افغان مهاجرو ته ځای ورکړی دی، دا ئې د انساني خواخوږۍ پر اساس نه دی کړی، بلکي خپلي ګټي ئې پکي ليدلي دی.

نوموړي چي د امريکا ږغ ټلويزون سره ئې مرکه کول وويل، چي پاکستان بايد خپله تګلاره بدله کړي او اوس هغه مجبور دی چي د افغانستان سره اړيکي سمي کړي، ځکه پاکستان دا مهال انرژۍ ته ډېره اړتيا لري او له افغانستان پرته د منځنۍ اسيا څخه   انرژي نه سي ترلاسه کولای.

نوموړي لاهور ته د افغان سياسيونو د ورتګ په اړه وويل، چي د حکومت له چوکاټ څخه بهر دغه سياسيونو تر خپلو اختياراتو پورته خبري کړي دي.

ښاغلي صالح د ډيورنډ کرښي په هکله هم څرګندوني وکړې او وئې ويل، دا يو تريخ حقيقت دی چي افغان خاوره د پاکستان تر  واک لاندي ده او دا که سل کاله هم ددوی ترلاس لاندي وي هم به ئې بېرته افغانان ترلاسه کوي.

د لاهور په کنفرانس کي چي په ظاهره د افغان سولي په خاطر جوړ سوی وو، د افغان سياسيونو څخه يوه ئې د ډېورنډ کرښي په هکله ويلي وه، چي د ډيورنډ موضوع بايد د ټولپوښتني له لاري حل سي. په دې هکله ښاغلي امرالله صالح وويل: “دا د یو شخص په صلاحیت (اختیار) کي نه دی او ډیورنډ که اوس د پاکستان تر ولکي لاندې هم دی او بیا ځیني خلک وایي چي دا خو له پیړۍ نه ډېر کیږي چي دا زمونږ له لاسه وتلی دی، خو افغانستان هېڅکله دا قباله (ملکیت) پاکستانیانو ته نه ده ورکړې. او ډېر وختونه په تاریخ داسې رامنځته کیږي چي ستا جایداد تر غصب لاندې ځي خو ته حاضر نه یې چي لاسلیک وکړې چي دا قباله (ملکیت) واخله.”

د لاهور په کنفرنس کي د حزب اسلامي مشر گلبدین حکمتیار، پاکستان د جگړو او تشدد قرباني هیواد وگاڼه، خو امرالله صالح وایي چي پاکستان قرباني ندی بلکي پخپله ملامت او مقصر دی. هغه زیاتوي: “دوی څه قرباني ورکړې ده؟ زه خو یې نه وینم. کله ناکله یو پټاو کیږي، یو انفجار (چاودنه) کیږي، خو هغه قرباني نده. هغه د دوی د غلطو سیاستونو یوه ډېره وړه او کوچني عواقب (نتیجې) دي.”

ښاغلي صالح په پاکستان کي د افغان مهاجرينو په هکله وويل، چي پاکستان دا مرسته د انساني خواخوۍ له مخي نه ده کړې ، بلکي د مهاجرو په ساتلو کي د پاکستان خپله ګټه ده.

ښاغلی صالح وايي: “که پاکستان په رښتیا دومره لیوالتیا بشري مسایلو ته لري، ولې دوی خپل وگړي د بنگله دېش څخه نه راانتقالوي، هغه پاکستانیان چي د بنگله دېش په خپلواکۍ کي د پاکستان ملاتړ کړی و، تر اوسه پورې دوی پرته له دې چي کوم تابعیت ولري، په بنگله دېش کي همداسې بې دولته (بې شهریته) خلک پاته سوي دي، خو پاکستان حاضر ندی چي دوی بیرته راولي د پاکستان خاورې ته، په دې خاطر چي په دوی کي خپله گټه نه ويني.”

نوموړي پر داسي مهال دا څرګندوني کړي دي، چي نن افغان ولسمشر اشرف غني پاکستان ته پرلاره دی.
ارګ وايي، چي ولسمشر غني به په اسلام اباد کي د پاکستاني چارواکو سره د سيمه ايز اتصال، امنيت، سوداګرۍ او نورو برخو کي خبري اتري وکړي.
پاکستان ته د ولسمشر غني دا دوهم سفر دی.