کور / #PTM / پي ټي ايم : د روانو ګرفتاريو په لړ کي د حکومت سره خبري نه کوو

پي ټي ايم : د روانو ګرفتاريو په لړ کي د حکومت سره خبري نه کوو

د پښتون ژغورني غورځنګ (پي ټي ايم) وايي، چي د حکومت سره پر داسي مهال چي ددوی غړي نيسي خبري اتري نه کوي.

د پي ټي ايم وياند فضل خان وايي، چي له يوې خوا حکومت ورته د خبرو وړانديز کوي او له بلي خوا د دوی فعال غړي نيسي او پرته له کوم تور څخه ئې په زندان کي اچولي دي.

نوموړی وايي: “زموږ تقریباً ۳۰ تکړه ملګري، چې په میدان کې په مبارزه کې یې عملي برخه اخیسته، نیول شوي دي. په دې کې داسې کسان هم شته چې د هغوی پر ضد رپورټونه او مقدمې جوړې شوې وې، او په هغې کې د عدالتونو له خوا د هغوی ضمانتونه وشول. خو ډېپټي کمېشنرانو خپل اختیارات استعمال کړل، دوی یې [د نقض امن له دفعو سره سم] ونیول او بیا یې په جېلونو کې واچول. نو زموږ د ملګرو خلاف دغه شان حربې په مختلفو طریقو باندې روانې دي.”

پاکستاني د شمالي وزيرستان د خړ کمر پېښي وروسته د پي ټي ايم په لسګونو غړي نيولي دی، چي په دوی کي د قامي اسمبلۍ د وزيرستان استازي علي وزير او محسن داوړ هم شامل دي.

بل خوا د پاکستاني پوځ لخوا په سيمه ګرځبنديز لګيدلی او هيچا ته اجازه نسته چي له کوره بهر ووځي او يا هم د خوراکي توکو د لاسته راوړلو هڅه وکړي.

پوځ شمالي وزيرستان ته غځېدلي لاري بندي کړي او دغه سيمو ته خواړه او د اړتيا وړ توکي نه پرېږيدي.

د سيمي خلګ وايي، چي دوی د بشري ناورين سره مخ دی، ناروغان په کورونو کي ورته پراته دي او د خوراک لپاره څه نه لري.

پاکستاني ترهګر پوځ په شمالي وزيرستان کي ګرځبنديز نور هم سخت کړی دی او هغه کسان چي له کورونو بهر وځي د پوځ لخوا ويشتل کېږي.

ترهګر پوځ وروسته له هغه په سيمه کي ګرځبنديز ولګوی چي د خړ کمر د پېښي پر ضد د سيمي خلګو لاريون پيلوی.

د مي مياشتي پر ۲۶ نېټه د شمالي وزيرستان په خړ کمر سيمه کي پاکستاني پوځ د پي ټي ايم پر کاروان بريد وکړ  چي ۱۴ تنه ئې شهيدان کړل او تر ۳۰ زيات نور ئې ژوبل کړل.

د سيمي خلګ وايي، چي ددې پېښي وروسته پوځ د خلګو پر کورونو چاپې وهلې او هغه کسان چي ژوبل سوي وه له کورونو ئې ايستل او د پېچکارۍ په وسيله ئې شهيدانول.

سيمه ایز خلګ وايي، چي د ګرځبنديز سره ددوی ژوند سخت سوی دی، خوړو او ډاکټر ته لاسرسی نه لري، شته خوراکي توکي خلاص سوي دي او خلګ د يو بشري ناورين سره مخ دي.

تېره اونۍ هم په خړ کمر کي دوه ماشومان له لوږي خپل ژوند له لاسه ورکړ او د پاکستاني پوځ لخوا د هغوی د ښخولو اجازه هم  نه ورکول کېدل.

بل خوا د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين وايي، چي ملګري ملتونه بايد سيمي ته خپل هيات راولېږي او دا حالت له نژدې وګوري.

ښاغلی پښتين وايي، چي که دا حالت څو ورځي نور هم دوام وکړي، له کورونو به جنازې راووځي او د سيمي خلګ به د يو ستر بشري ناورين سره مخ سي.