کور / اقتصادي / ولسمشر غني د پاکستان په بلنه پلازمېني اسلام اباد ته ورسېدی

ولسمشر غني د پاکستان په بلنه پلازمېني اسلام اباد ته ورسېدی

ولسمشر اشرف غني نن سهار په رسمي سفر د پاکستان پلازمېني اسلام اباد ته ورسېدی.

د اسلام اباد په هوايي ډګر کي د ولسمشر غني هرکلي ته د پاکستان د سوداګرۍ وزير عبدالرزاق داودنی راغلی وو.

د ولسمشر سره په دې سفر کي ګڼ شمېر سياسيون، سوداګر او ټولنيز فعالان ملګري دي.

ارګ وايي، چي ولسمشر غني به په اسلام اباد کي د پاکستاني چارواکو سره د سيمه ايز اتصال، امنيت، سوداګرۍ او نورو برخو کي خبري اتري وکړي.
پاکستان ته د ولسمشر غني دا دوهم سفر دی.