کور / راپور / ولسمشر غني او عمران خان يو په يو ملاقات کي پر سوله او امنيت خبري کړي دي

ولسمشر غني او عمران خان يو په يو ملاقات کي پر سوله او امنيت خبري کړي دي

افغان ولسمشر پاکستان ته د خپل دوه ورځني سفر په لومړيو شېبو کي د دغه هيواد د بهرنيو چارو د وزير شاه محمود قريشي سره ليدلي دي.

د راپورونو له مخي ولسمشر غني وروسته د پاکستان د لومړي وزير عمران خان سره د صدارت ماڼۍ ته ولاړ او هلته ئې په يواځي توګه يو له بل سره خبري وکړې او وورسته د دواړو هيوادونو استازو په ګډه سره وکتل.

له ارګ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ولسمشر غني به د پاکستاني چارواکو سره پر سيمه ايز اقتصاد، امنيت، سوله او خپل منځي اړيکو باندي خبري وکړي.

د ولسمشر وياند هارون چخانسوري ويلي، دښاغلی غني د سفر يوه موخه دا هم ده چي  مالومه کړي پاکستان د افغان سولي په تړاو  څومره او څنګه مرسته کولای سي.

ښاغلي چخانسوري وويل: “د افغانستان حکومت، خلک او نړیوال اوس دې ته آماده دي تر څو ۴۰ کلن بحران ته د پای ټکی کېږدي او باید ولیدل سي، چي د سيمي هیوادونه، په ځانګړې توګه پاکستان په دې برخه کي څومره تياری لري او څه ډول همکاري کولای سي”.

ولسمشر به د خپل سفر په ترڅ کي لاهور ته هم ولاړ سي او هلته به د افغان او پاکستاني سوداګرو ګډي غونډي ته وينا هم وکړي.