کور / راپور / د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼه کي د نشنل عوامي ګوند مخکښ مشران نيول سوي دي

د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼه کي د نشنل عوامي ګوند مخکښ مشران نيول سوي دي

پاکستاني پوليسو د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼه کي د نشنل عوامي پارټۍ دوه مهم غړي نيولي دي.

د واڼه څخه د صوبايي اسمبلۍ دپاره د عوامي نيشنل ګوند کانديد تاج وزیر وي او ای ډیوه سره په خبرو کي وويل، په واڼه کي يې په انتخابي دفتر پوليس چاپه وهلې او د ضلعې عمومي سېکتر ياسين خان او د شکۍ تحصيل صدر امير حمزه يې نيولي دي.

تاج وزير تور لګوي چي په وزیرستان کي تحریک انصاف ګوند ته په انتخاباتو کي د لارې جوړولو دپاره په نورو ګوندونو فشار اچول کيږي مشران او غړي يې نيول کیږي.

په قبایلي ضلعو کي د جولای پر ۲۰ د خېبرپښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ دپاره انتخابات اعلان سوي دي.

له دې وړاندي پوليسو د پي ټي ايم فعالان او د قبائلو په صوبايي اسمبلۍ کي کانديدان اقبال لالا او عارف وزير هم د پوليسو لخوا نيول سوي دي.

پاکستاني پوځ د مي د ۲۶ نېټې څخه په شمالي او جنوبي وزيرستان کي ګرځبنديز لګولی دی، چي د سيمي خلګ ئې د خوړو د کمښت او روغتيايي توکو ته د نه لاسرسي سره مخ کړي دي.

د پاکستان حاکم ګوند چي د پوځ پوره ملاتړ ورسره دی غواړي په قبائلي سيمو کي د تحريک انصاف په ګټه ټاکني وکړي او په همدې خاطر د نورو ګوندونو کسان نيسي او انتخاباتي مرکزونه ئې ورتړي.

پوځ په وزيرستان کي پر هر ډول جلسو او انتخاباتي کمپاينونو بنديز لګولی دی.