کور / تازه خبرونه / پكتيا: د زرمت ولسوالۍ ابتدايه څارنوال ووژل شو

پكتيا: د زرمت ولسوالۍ ابتدايه څارنوال ووژل شو

د پكتيا ولايت د زرمت والسوالۍ ابتداييه څارنوال ووژل شو


د پكتيا ولايت چارواكي وايي چې نوموړى نن سهار اته بجې د زرمت او ګرديز د لوې لارې په اوږدو كې وتښتول شو چې مړى يې په همدې ورځ د دولس بجو په شاوخوا كې وموندل شو.


د پكتيا ولايت د د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس دين محمد درويش وويل چې د زرمت ولسوالۍ ابتدايه څارنوال دوست محمد نن سهار له زرمت څخه ګرديز ته په يوه سيمنار كې د ګډون په موخه په لاره ول چې له دې پيښې سره مخامخ شو.


د درويش په وينا د څارنوال دوست محمد مړى د دولس بجو په شاوخوا كې د زرمت ولسوالۍ په يوه ليرې سيمه كې د عامو خلكو لخوا موندل شوى دى.


د عيني شاهدانو په وينا نوموړى په سر او د بدن په نورو برخو كې د ټوپك په ډزو لږيدلى دى.


د څارنوال مړى دا مهال د زرمت په ولسوالۍ كې دى.

تردې مهال كومې ډلې د نوموړي د وژنې مسوليت په غاړه نه دى اخيستى