بولدک : دسړک پرغاړه ۲ تنه ماين اېښودونکي په خپل ماين وژل سوي

حاجی پوپل | اگست 4th, 2008


دکندهارپه سپين بولدکې پرهغه ځاي چې تيره ورځ دماين په يوه چاودنه کې دناوي اوزوم په گډون اتلس تنوته مرګ ژوبله پکې واوشتل نن دوه تنه ماين ښخونکې پخپل ماين کې وژل سوي .


دکندهاردسرحدي پولېسودرستيزوال جنرال رازق وايې دلوي کاريزاوبولدک دجوړېدونکي لوي سړک په اوږدوکې دوه تنووسله والوطالبانوبياهڅه کول چې ماين ځاي پرځاي کړي خوخپله يې ښکارسول .


دنوموړي په خبره چې دوژل سويودواړوکسانوجسدونه  ټوټه ټوټه سوي چې د موټرسائکل اودوه مېله کلاشنکوفونو سره  يوځاي اوس هم دپېښي په ځاي کې پراته دي .


دکندهاردسرحدي پولېسودرستيزوال وايې چې دکندهارپه سرحدي والسوالۍ سپين بولدک کي گڼ شمېرسړکونه په اساسي ډول تررغاوني لاندي دي اوددولت وسله وال مخالفين هڅه کوي چې ددغوستروپروژودکارونودځنډيدلوپه موخه پردغولاروماينونه ښخ کړي .


دلوي کاريز_ سپين بولدک، دارغستان اوسپين بولدک والسواليوترمنځ ،درباط اولوي کاريزترمنځ په اساسي ډول دسړکونوجوړېدل هغه پروژې دي چې دم ګړي پري درغاوني چاري روانى دي .


جنرال عبدالرازق وايې چې پردغولويولارودماينونوزياره قربانيان ولسي وګړي وي چې دسرسترزيانونه يي هم وراړولي دي .


تيره ورځ دواده دوراپرموټردماين چاودني دناوي اوزوم په ګډون اتلس تنوته مرګ ژوبله واړه ول چي دټول هيوادپه کچه دغه پېښه وغندل سوه .
سرحدي پولېس وايې چې له دغې پېښي سره يې په تړاودوه تنه شکمن ماين اوېښودونکي نن  نيولي دي .


نوموړي وايې چې پوره هڅي کوي چې ددغوپېښومخه ونېسي اودگنونوروورته پېشو مخه يې نيولي ده .


خوتراوسه لاخپله وسله والوطالبانورسنيوته څه ندي ويلي

لراوبر - د لوی افغانستان نښلوونکی

Copyright Larawbar 2007-2024