کور / علمي / ‎نیمه پیړې یون

‎نیمه پیړې یون

ليکنه:سردارمحمد همدرد

تیره ورځ کابل پوهنتون کې د پوهاند محمد اسماعیل یون د څوارلسو ټوکیزوکلیاتو مخکتنیې ترعنوان لاندې غونډه جوړه شوه غونډه کې لیکوالانو د پوهنتون استادانو د مدني ټولنو غړو ګډون کړي وو د پوهاند محمد اسماعیل یون پر قلم او مبارزې ډیرو دوستانو خبري وکړې زه هم غواړم چې د استاد پر شخصیت څه بحث وکړم. استاد پوهاند یون شخصیت هراړخیز دی هغه د ادب سیاست ټولنیز ژوند او په بیلابیلو برخو کې خورا ډیر فعالیتونه ترسره کړی دي. زه شاوخوا پوهاند یون لس کاله کیږی چې د نږدی پیژنم. یون صاحب یوه ښه ځانګړنه داده  چې د عمل سړی دی هغه په ادب کې د نظم څخه نیولې بیا تحقیق، تاریخ ، او د پښتو ادب تقریبا په ټولو برخو کې خپل قلم په ډیر جرئت او حوصله مندي سره چلولي دی زه په جرئت سره وایم استاد د ادب او قلم په برخه کې د یو با مسؤلیت افغان په حیث د خپلې ژبي حق ادا دی کړی دی. ددې ترڅنګ د سیاست په ډګر کې د ټوپک سالارانو په وړاندې ترهرچاه خپل اواز اوچت کړی دی.او په ډیری ملي مسائلو د کلک دریځ خاوند پاته سوی دی او حتی لاریونونه یی د ملي مسائلو  په دفاع  په لاره اچولې دي. او ددې ترڅنګ په ټولنیزه برخه کې د ډیرو اړمنو کورنیو سره مرستې د یو خیریه بنسټ په حیث کړې دي او بیلا بیل تجاران یې دی کارته تشویق کړي دي. استاد د بیلابیلو لیکوالانو په سلګونو ټوکې کتابونه چاپ کړي دي. او ددې ترڅنګ ډیری علمي، کلتوري غونډې او مشاعرې ترتیب کړي چې دده دا کار هم تر دولت او هم تر نورو کلتوري ټولنو ډیر دی. تیره ورځ استاد لعل پاچا ازمون په خپل خبرو کې وویل چې استاد یوازي د قلم سره پاته سوي وای او دده سیاسي فعالیت یې دده دقلم په زیان وباله. داکتر فیض محمد ځلاند بیا ادب او سیاست لازم او ملزوم وګڼل او ده ښه مثال یې د خوشحال خټک ورکړځلاند خپل په خبرو کې وویل چی یو تعداد خلګ سیاست مونږ ته بد تعریفوي. زه هم د داکتر صاحب ځلاند په نظر یم یوازي په شعر اونثر لیکلو باندې موږ څه نسو کولاي دا داسي معنی لري لکه چې یوازي ارمانۍ خبري وي تر څو پورې چې د خپل وطن د سمون لپاره په عملي ډګر کې قربانۍ ورنکړو موږ خپل ملي ارمانونه ته نسوو رسیدلای. پوهاند محمد اسماعیل یون په خپل خبرو کې یو ګیله وکړل چې یو تعداد خلګ پرما باندې د فاشیست ټاپې وهي او ما د پدرام سره پرتله کوي . ده په خپلو خبرو کې وویل چې زه متعصب نه یم زه په نړۍ د تور رنګه افریقایانو د حقوقو غوښتونکی یم یعنی په خپل هیواد کې د هر چاه حقوقو ته ژمن یم. زه د استاد په خبرو یو څه رڼا اچوم او دوستانو ته هم دا وایم چې هرڅوک د افغانستان ملی وحدت په ضد څرګندونې کوي زه ورسره مخالف یم خو زه د استاد دا داعیه برحقه بولم چې دی یوه لویه ژبه په لوی لاس لمنځه ځي او ځینې کړۍ د افغان پر ځاي د خراسان خبري کوي او یا د ټوپک سالار او جنګ سالار خبري کوي دا خو واقعیتونه دي. د استاد دا مبارزه تعصب نه بلکې د وطن د ملی ګټو او ارزښتونو په رڼا کي د قدر وړ دي کله چې د توپک سالار خبره راځې توپک سالار نه قوم لري او نه د سپیڅلې جهاد نماینده ګې کولاي سي. هر ژبه یو ارزښت دی دا واقعیت دی چې پښتو ژبه خپل په تناسب د نشت برابر ده نه په دولتی ادارو کې ورڅخه استفاده کیږی او نه په تعلیمي نصاب کې یعنی په ټولو برخو کې ددې ژبي په حق کی لویه ظلم سوی دی دری هم زموږ ژبه ده د پښتو ژبي پالل د دری ژبی سره د دښمنۍ په معنی نده په افغانستان کې زموږ نورې ژبي که هغه ازبکی ،بلوڅی ،پشه یی او ډیري نورې محلي ژبي هم لرو د هغو ساتنه هم په کار ده. او دا یوه یادونه کوم. چی همیشه میوه داره ونه خلګ په ډبرو ولی.

 په پای کې استاد  ته ددې پنځوس کلن مزل مبارکی وایم استاد په خپل پنځوس کلن مزل کی شعاري خبري ندې کړې په ټول برخو کی عملي کار کړي دی زه استاد ته اوږد ژوند غواړم دده د بریالیتوب په هیله.