کور / علمي / داڅېرې دهېرېدوندي

داڅېرې دهېرېدوندي

ليکوال  : حبيب الله غمخور

د۲۰۱۹ ز کال دجون ۲۷

 

درنو دوستانو ددې وتلی تاريخ پوه  اولرغون پېژندونکی استاد احمد علی کهزاد  په اړه مي داڅوټکي معلومات  دخپلو پښتو ژبي ځوانو لوستونکو لپاره  وليکل ،ترڅو زموږ   پښتو  ژبی ځوانان ددې علمی شخصيت په هکله يوڅه معلومات ترلاسه کړي .

زه چې ورته گورم موږ دخپلو علمی شخصيتوله نومونو سره بلد يو خوددوي ژوندليک موندی لوستی،چي زما په فکر دا يوه لويه سهوه ده .موږ بايد دخپل هيواد د علمی او ادبی شخصيتونو دژوند ليک په هکله حداقل يوڅه  معلومات ولرو .

تاريخ پوه احمد علی کهزاد

احمد علی کهزاد دمحمدعلی خان  زوي په ۱۲۸۷ ل کال دثور پر اتمه  دکابل ښار د چنداول  په يوه منوره  اوعالمه کورنۍ  کي سترگي نړۍ ته  پرانيستلې .

نوموړی ډېر ذکي ماشوم  و کورنۍ زده کړی يې دسيد عبدالحمید آغا نه پيل کړي  وروسته یې نورتعليم دکابل ښار په ښوونځيوکي ترسره اوپه ۱۳۰۸ ل کال داستقلال له ليسې نه په عالی درجه  فارغ سو .

ښاغلی  کهزاد په استقلال ليسه کي  فرانسوی ژ به ولوستل اودا ژبه یې داسي زده کړه چې هم یې ليکل پرې کولاي سول اوهم  لوستل اوهم  یې په روانه بڼه خبري پرې کولاي سوې . هغه  په فرانسوی ژبه  یې دعلمي او ادبي اثارولوستل پيل کړه .

البته کهزادصاحب انگليسی هم ولوتل اوزده یې کړه  .

احمد علی کهزاد ديوه ځيرک اومتجسيس ځوان په توگه  له ماشوم توب نه  دليکنو دليکلو اولوستلوسره  ځانگړې علاقه لرل،دده له دې علاقي او عالی استعدادنه دهيواد مشهور ليکوال،عالم او وطنپرست ژورناليست مرحوم محی الد ین انیس خبر سو، هغه ځوان کهزادوليکلواومطالعې  ته نور هم  وهڅاوه اوپدې برخه کي یې لويه مرسته ورسره وکړه  .

کهزاد صاحب په ۱۳۰۸ ل کال کي  په فرانسوی ژبه  خپله لمړی  ليکنه د ((وطنپرستی )) ترسرليک لاندي وليکل .

کهزادر صاحب دځوانۍ په دنگو شپو او ورځوکي  ديوه فرانسوی انجينر (( موسیوکول))  سره چې دارگ دگنبدي  په جوړولو مصرف ودژ باړونکي  په توگه دلمړی ځل لپاره دفرانسوی ژ بي  دترجمان  په توگه کار پيل کړ  .

کهزاد دژباړني  پدې کار کې ډېرښه وځليد، ځکه نو په  ((۱۳۱۰ )) ل کال کي  ددولت لخوا د ((دارا لتحریری شاهی )) دفرانسوی ژبې دترجمان په توگه دنده ور وسپارل سول  اوترهغه وروسته دهغو لرغون پېژندونکوسره چې دلرغوني سيستان  د تاريخي ابداتودڅېړلو لپاره کابل ته راغلی  وه دژباړونکي په توگه کار پيل کړ  .

استاد کهزاد دتاريخ ليکونکی په توگه  دافغانستان د پنځه زره کلن تاريخ  دثابت ولو په موخه دهيواد د تاريخي اثارو دراسپړلو لپاره ملاوتړل او ديوه لرغون پېژندونکی په توگه سره لدې چې دسپړلوهيڅ  ډول تخنيکی وسايل یې نه درلودل ،دتاريخي اثارو دسپړلو لپاره بې ساري زيار اوزحمت وايست ،خپله یې ديوه عادي شخص په توگه کله ،کله  تنها دهيواد ولايتونو ته سفره نه وکړه اوپه سلگونو ترمځکي لاندي تاريخي قيمتی اثار  یې وسپړل او  راويستل  .

استادکهزاد دلرغون پېژندي لمړني بنيادگزار او بنسټ اېښودونکي  په توگه  دهيواد دتاريخي اثاردسپړلو لپاره نه هېرېدونکي لاسته راوړني لري .

استاد کهزاد دلرغونو اثاروپه هکله  چې خپله یې راسپړلي وه په سلگونه څېړنيز ي  مقالی  ليکلی اوچاپ  کړيدي .

استاد احمد علی  کهزاد ډېرمشهورتاريخي اثر  (( دافغانستان تاريخ  )) په ۱۳۲۵ ل کال  او بيا دوهم ځل په ۱۳۸۱ ل کال په دو ټوکو کي  چې لمړی ټوک یې له فهرست او علاهده معلومات نه پرته په ((۴۴۹)) مخونو اودوهم ټوک یې په ((۵۷۳)) مخونوکي چاپ سوی دی  دا علمی او تاريخي اثر دهيواد دتاريخ پېژندني يو بې بديله  علمي اوڅېړنيز اثر بلل کيږي . استاد کهزادپدې کتاب کي دهيواد تاريخ  له لرغوني زمانې څخه په افغانستان کي داسلام ترظهورپوري  په مفصله توگه  راڅېړلي دی .

دفرانسوی اوانگليسی ژبو زده کړي استاد کهزادسره مرسته وکړه چې په هيواد دننه  اوله هيواد نه بهر دسياسي او علمی شخصيتونوسره اړيکي پيداکړي .

څه  موده وروسته کهزاد صاحب په  ايټالياکي دافغانستان دسفارت دسکرتر په توگه وټاکل سواوروم ته ولاړ  .

کهزاد پدغه وخت کي چې په ايټالياکي دافغانستان په سفارت کي دسکرتر دنده سرته رسول دايټالوی ژبي سره هم اشنا سواوهغه یې هم يوڅه زده کړه .په فارغ وخت کي یې دايټاليا لرغوني تاريخ اوعلمي اثار لوستل  پيل کړه  ،چې ددغو باستاني اولرغونو تاريخي اثارو لوستل هم  له لرغوني تاريخ اوتاريخ  دعلم سره دکهزاد پر علاقې مثبت تاثير وکړ اوهغه یې دتاريخي اثارو لوستلو اوليکلو ته  نور هم وهڅاوه .

متاسفانه يوڅه وخت وروسته دکهزادصاحب  اوسفير ترمنځ مناسبات کړ کېچن سول ،هغه مجبور سو چې افغانستان ته راستون شي . کله چې هيواد ته راستون سو دسفير دشرارت اودسيسې په نتېجه کي يولس مياشتي  په کابل کي زنداني  شو .

له يولس مياشتي زندان تېرولونه وروسته هغه دبهرنيو چارو دوزارت نه  موفق  سو اودکابل په ادبي انجمن کښي یې تحقيقی کارپيل کړ  . بيا دکابل موزيم دسرپرست رئيس په توگه وټاکل سو،همدا ډول یې  دتاريخ دانجمن درئيس ،دآريانامجلی مسول مدير ،دښوونې او روزنې وزارت مشاورپه توگه رسمی دندي سرته رسولي دي .

استاد کهزاد له (( ۱۳۱۰ )) ل کال نه دکابل د ادبي  انجمن غړېتوب ترلاسه کړ اوددې انجمن د مؤسسيو نوله جملې شمېرل کيږي .

استاد کهزاد د (( ۱۳۲۱ )) له کال  راپدې خوا  دافغانستان دتاريخ دانجمن  چې دده  په ابتکار اوغوښتنه جوړ سو شاوخوا شل کاله ددې انجمن  درئېس ټوگه دنده اجراکړه  .

احمد علی کهزاد دافغانستان دلرغون پېژندني لمړنی  غړی وو،چې دفرانسوی او ايټالوی لرغون پېژندونکوسره یې  په حفرياتو اوکيندنوکي فعاله ونډه درلوده .

سربېره پرهغه  استاد کهزاد د انجمن دایرة المعارف آریانا او يوشمېرنورو نړيوالو انجمنو عضويت ‌ هم درلود ،دبېلگې په توگه  کېداسي ده هغو له جملې نه د واشنگتن جغرفيايي انجمن ، انجمن شاهی بنگال، انجمن آسیایی فرانسوی و شرق اقصی اودفرانسي دورځپاڼې ليکلو انجمن نومونه يادکړو .

استاد کهزاد له يوشمېر نړيوالو موسيسو لکه ديونسکو کميسيون ،داسلامي مطالعاتو دوهمه موسيسه اوداسي نورو سره اړېکي اوهمکاری  لرلې . هغه يو وخت دپاريس دسوربن پوهنتون ته دعوت سوترڅودهغو علمی کدرونو چې ددکتوراپه کچه یې دافغانستان  په هکله  خپل تيزيس ليکلی وو بررسی اونظر ورکولو لپاره ر وبلل سوی وو. البته دغه بلنه کهزاد صاحب  هغه وخت ترلاسه کړه کله چې هغه دفرانسې ددولت لخواد شواليه په دولتی نښان وستايل سو .

استاد احمدعلی کهزاد دپنځوس کالو علمي اوتحقيقاتي کار اوفعاليت په نتيجه کښي بېشمېره علمي  او تاریخي ارزښتمن اثار په پښتو ،دري ،فرانسوي ،انگليسي او ايټالوی ژبو ليکلی . استاد کهزاد غښتلي تاريخ پوه اولرغون پېژندونکی شمېرل کيږي . ځکه استاد کهزاد لمړنی تاريخ ليکونکی دي چې  دتاريخ ليکلو لپاره یې دعلمی او معياری اساساتونه کار اخيستی  دی .

استاد کهزاد دهغوکسانو له جملې نه يوشخصيت دی چې د ((۱۳۴۳)) ل کال په  لویه جرگه  کي یې د شاهی  مطلقه رژيم په  شاهی مشروطه  بدلولو باندي  رول درلود .

ا ستا د کهز ا د څو ځله په  ملي او بين المللي کنفرانسو کي په افغانستان اوله هيوادنه بهر فعاله برخه اخيستې .

استاداحمد علی  کهزاد په يوشمېر مډالو،نښانو اوستاين ليکونو نازول سوی اودنړيوال  علمی انجمن ُضويت یې هم درلود  .

استاد کهزاد خپل ټول عمرد افغان ولس  دتاريخي څېړنو اوليکنو لپاره وقف کړی وو .

استاداحمد علی کهزاد په ۱۳۶۲ ل کال دقوس په دريمه  د۷۵ کلنی په عمر له دې نړۍ نه دابدی ژوند په لور دخپلو دوستانو اوعلاقمندانو نه رخصت واخيست  اودشاه دوشمشېره  زيارت په ساحه  کي خاوروته وسپارل سو .

روح دې ښاد اوياد دې ابدی وي .

مرحوم استاد کهزاد (( ۶۴ )) علمي اوڅېړنيز ثار ليکلی چې دهغه جملې نه یې دبېلگې په توگه دڅوعلمي اوتاريخی اثارو نومونه دلته يادوم :

  • مسکوکات افغانستان
  • تاریخ افغانستان، در دو جلد
  • رجال و رویدادهای تاریخی افغانستان
  • تاریخ ادبیات افغانستان
  • روابط فرهنگی افغانستان و هند
  • از جنگیز تا تیمور
  • بالاحصار کابل و پیش‌آمدهای تاریخی جلد اول و دوم
  • فروغ فرهنگ
  • آریانا
  • رایان کابلی
  • عرف و عادات افغان‌ها
  • موزیم کابل

پنځه سفر  نامې ،درې ډرامې ، ليکلی ،پنځه اثره یې په بهرنيو ژبو اوشپږ اثره یې ژباړلی دي .

علاوه پر هغه استاد کهزاد په سلگونه مقالې  په دری  اوبهرنيو ژبو دتاريخ ،فرهنگ ،ادب اولرغون پېرندني په هکله ليکلی چې په دایره‌المعارف آریانا  او دکابل په مختليفو مجلو لکه دکابل، آریانا، افغانستان  او ژوندون  مجلو او همدا ډول  داصلاح  او انیس په ورځپاڼوکي چاپ سوی دي  .

د شعر يوه نمونه  یې :

افغانستان

ای کشور افغانستان افغانی افغان دیار

ای سرزمین باستان آزاده‌ای در کهسار

مهد فروغ آریان دارم به نامت افتخار

پاینده نامت جاودان تا زنده باشیم در جهان

پاینده نامت جاودان تا زنده باشیم در جهان

حب تو باشد دین من ای قلب پاک آسیا

عشق تو شد آئین من ای منبع صدق و صفا

ای مادر شیرین من خاک تو را چو توتیا

ای کشور با عز و شأن در دیده مالم هر زمان

ای کشور با عز و شان در دیده مالم هر زمان

 پدې هيله چې دلوستونکو لپاره دامعلومات گټور تمام سی .