کور / راپور / کندوز کي ۲۶ ولسي پاڅون کونکي وژل سوي او ۸ تنه نور ژوبل دي

کندوز کي ۲۶ ولسي پاڅون کونکي وژل سوي او ۸ تنه نور ژوبل دي

د کندوز ولايتي چارواکي وايي، چي ددغه ولايت په نهرين ولسوالۍ کي ۲۶ ولسي پاڅون کونکي وژل سوي  او ۸ تنه نور ژوبل سوي دي.

د نهرين ولسوال فضل الدين مرادي وايي، چي پېښه هغه وخت رامنځ ته سوې ده، چي کله طالبانو ددغي ولسوالۍ په کوهګدای سيمه کي د ولسي پاڅون کونکو پر پوستو بريد وکړ.

نوموړي وويل:”تېره شپه وسله والو طالبانو غوښتل د نهرین ولسوالۍ پر مرکز برید وکړي، خو د برید پر وخت یې پلان تغیر کړی و او د ولسوالۍ پر ځینو پوستو یې برید وکړ.”

ولسوال مرادي وايي، په دغه برید کي د ولسي پاڅون کوونکو ۲۶ تنه وژل سوي او ۸ تنه نور ټپیان دي.

ښاغلی مرادي وايي، چي په دغه بريدونو کي طالبانو ته هم درنه مرګژوبله ور اوښتې ده، خو دقيقه شمېره ئې مالومه نه ده.