کور / راپور / د کندهار چارواکي: په تخته پول ولسوالي کي مو د طالبانو بريد پر شا تمبولی دی

د کندهار چارواکي: په تخته پول ولسوالي کي مو د طالبانو بريد پر شا تمبولی دی

د کندهار په تخته پول ولسوالۍ په مليد سيمه کي تېره شپه طالبانو پر امنيتي پوستو بريدونه کړي چي دواړو لوريو ته ئې مرګژوبله اړولې ده.

د کندهار د امنيه قومندانۍ وياند څارمن محمد قسيم ازاد وايي، چي تېره شپه وسلوالو پر امنيتي پوستو بريد وکړ، خو د تازه دمو سرتېرو په وررسېدلو سره ئې طالبان پر شا تمبولي دي او ګڼه مرګژوبله ئې وسلوالو ته اړولې ده.

ښاغلي ازاد د وژل سويو طالبانو کره شمېره ونه ښودل، خو وئې ويل چي د طالبانو بريد ئې پر شا تمبولی دی او د هغوی پلان ئې خنثا کړی دی.

طالبانو هم د بريد پړه منلې ده او ويلي ئې دي چي پوليسو ته ئې درنه مرګژوبله اړولې ده او د خپل لوري د يوه طالب د وژل کېدو خبره تاييدوي.

تخته پول کندهار ښار ته نژدې ولسوالي ده چي نسبتا ارامه او د امنيت له مخي ډاډمنه ولسوالي ده.