کور / راپور / د عوامي نيشنل پارټۍ د پېښور مشر سرتاج خان وژل سوی دی

د عوامي نيشنل پارټۍ د پېښور مشر سرتاج خان وژل سوی دی

د عوامي نيشنل پارټۍ د پېښور مشر سرتاج خان نن د پېښور په ګلبهار سيمه کي نامالومه وسلوالو ډزي کړي چي لومړی ښاغلی سرتاج خان ژوبل او بيا ئې په روغتون کي ساه ورکړې ده.

د عوامي نيشنل پارټۍ ستر سکرټر ميا افتخار حسين دا يوه بده پېښه بللې ده او ويلي ئې دي چي د ښاغلي سرتاج خان وژنه يواځي د ګوند لپاره نه بلکي د ټولو پښتو لپاره ستره ضائعه ده.

عوامي ينشنل پارټۍ تر دامهاله خپل رسمي دريځ نه دی بيان کړی چي ايا دا يوه د ترهګرۍ پېښه ده که کومه شخصي بڼه لري، خو له دې وړاندي هم د پارټۍ  ګڼ کسان د پاکستاني استخباراتو لخوا وژل سوي دي.

ميا افتخار حسين وايي، هغه دګلبهار په سیمه کي یوې جنازې له روان وو چي نامعلومو وسله والو پرې ډزې کړي‌ دي.

دسرتاج خان نه وړاندې هم په مختلفو وختونو کي دعوامي نیشنل پارټۍ په سوونو غړي اؤ مشران په ترهګریزو بریدونو کي وژل سوي چي په هغې کي بشیر احمد بلور، دهغه زوئ هارون بلور، دمیا افتخار حسین زوئ راشد حسین اؤ داسې ګڼ نورشامل دي.

خپله د عوامي نشنل ګوند پر مشر اسفديار ولي خان او د مرکزي کمېټې پر کسرټر ميا افتخار حسين باندي هم ځانمرګي بريدونه سوي دي، خو نوموړي روغ ځني وتلي دي.

څېړونکي وايي، چي په قبائلي سيمو کي د ټاکنو او نورو ګڼو وجوهاتو له امله پاکستانی پوځ هڅه کوي چي د پښتنو مشران په نښه کړي او په سيمه کي د خپلي خوښي ظالمانه راج جاري وساتي.

دوې ورځي وړاندي پاکستاني پوليسو د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼه کي هم د ياد ګوند پر کمپايني مرکزونو چاپې ووهلي او د نشنل عوامي ګوند ګڼ کسان ئې د ځان سره بوتلل او د ګوند مرکزونه ئې ور وتړل.