د کابل ښار : ديوواده په مراسمو کښي چاودني ۷ تنه ټپيان کړل

د لراوبر اداره | اگست 4th, 2008


دکابل دپوليسو مشر وايې چې پېښه دشپې دواده پرمهال دښار ختيځ لور ته دپنځلسمې حوزې اړوند سيمې ته په ويوه واده کې چې خلکو ګډاکوله رامنځ ته شوه او اوه تنه په کې ټپيان شول .

دکابل دجنايي چارو ريس بريد  جنرال عليشاه پکتياوال واييې چې چاودنه ديولاسي بم په واسطه رامنځ ته شوې ده .

هغه وويل چې ناپيژاندو وسله والو کسانو دشپې په ١١ بجو دتنګي هودخيلو په سيمه کې يوه کورته څيرمه دواده په مراسمو باندې لاس بم اچولۍ اوخپله تښتيدلي دي .

دسيمې يوه اوسيدونکي بيا وايې چې په دغه واده کې يې هلکان گډول چې دغه چاودنه پرې وشوه

هغه وويل چې نه پوهيږي چې دغه بم به دبيرون څخه چا غورځولي وي اوکه به دې واده ته راغلو وسله والو کسانو چاوولۍ وي

Copyright Larawbar 2007-2024