زما ژوند جداوجهد / د خان عبدالغفارخان ژوندليک – ۳۹ برخه
Aziz Rahman Hazim
غورچاڼ: عبدالجبار فراز
۳۹
د غاښونو ناروغي چي مي بیا راښکاره سوه، نو د زندان مشر راته وویل چي تا باید د لاهور محبس ته واستوو تر څو هلته دي درملنه وسي. هلته یې په یوه ډېره وړه کوټه کي له څو تنو نورو مسلمانانو سره واچولم. کوټه دومره وړه وه چي نه د ورزش ځای وو پکښي نه د قدم وهني. د ورځي به لا یو ډول ګوزاره کېده، مګر د شپې به بېخي کیسه خرابه وه. موږ به مجبورن تر ډېره ويښ وو او اکثره به مو فکري راکړه-ورکړه کوله. څه وخت وروسته مو د قران مجید درس پیل کړ. د سهار تر لمانځه وروسته به مو شاوخوا دوه درې ساعته تلاوت وکړ. څلور نفره وو او هر یوه جلا-جلا تفسیر درلود. ټولو به د هر ایت څلور ډوله ترجمې په ډېر غور سره واورېدې، وروسته به مو غور پر وکړ او کله ناکله به مو خپلي تبصرې هم پر کولې. د درس تر شروع کولو وړاندي مو ژمنه سره وکړه چي لومړی به د دین او قران په اړه په ماشومتوب کي زده کړي ټول شیان له سره باسو، ځکه له دې پرته به دغه نوې لړۍ هیڅ ګټه راته ونکړي. همدا ډېر ښه چل وو. له دې پرته د اسلام په رښتینو او سوچه تعالیمو او ښېګڼو پوهېدای نسوای.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان
۴۰
په زندان کي یو له عمره پوخ پښتون بندي راسره وو. ډېر عجیب و غریب سړی وو. شاوخوا اووه کاله بند یې تېر کړی وو. خورا ډېري سختۍ و ربړي پر تېري سوي وې، مګر ده هیڅ درس و عبرت نه وو ځني اخیستی. ما به بېخي ډېر نصیحتونه ورته کول. یوه ورځ راته راغی او د یوه لیک په لیکلو کي یې مرسته راڅخه وغوښته. ما هم په ډېره خوښۍ قلم، مشواڼۍ او پاڼه راواخیسته. تر سلام و دوعا لیکلو وروسته مي ترې وپوښتل: ښه نو څه ولیکم؟ ده راته کړل: ولیکه! زما دوښمنان خبر کړئ، خوشحالۍ دي نه کوي. لږ ورځي راته پاته دي او چي له خیره سره له بنده درووتم زه به ستاسي سره جوړ سم. زه یې هک-حیران کړم. زما ټول نصیحتونه او تلاښونه اوبو وړي ول.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان
۴۱
د لاهور له زندان څخه بېرته ډېره غازي خان محبس ته راولېږدول سوم. په دغو ورځو کي مي د مور لیک راته راغی. زما سره یې د لیدلو اجازه غوښتې وه. سره له دې چي زښته زیاته مي یادېده او هره شېبه مي یې دیدن ته هوا کېده، بیا مي هم پر اباسین اوښتنه، کنډوکپر لار او دومره لوی مزل نه پر لورېد. زړه مي راغټ کړ او ورته ومي لیکل چي ته مه راځه زما د بند موده هم مخ پر خلاصېدو ده همالته کور کي به سره ووینو. خو زه د تقدیر له فیصلې نه وم خبر. یوه ورځ مازیګر مهال د مور د مړیني غمجن ږغ راباندي وسو. اسمان او مځکه راباندي وګرځېدل. پر خپله مخکنۍ پرېکړه ډېر پښېمان سوم. پر ما مور بېحده ګرانه وه او هغې ته هم زه تر هر څه ورتېر وم. وروسته مي خور راته وویل چي د زکندن پر مهال یې پرله پسې همدا پوښتنه کوله: غفاری راغی کنه؟
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان
۴۲
زندان کي به هندوانو، سیکانو او مسلمانانو ځانته-ځانته عبادت کاوه. مسلمانان موږ دوه تنه وو. موږ به هم بېل-بېل لمونځ کاوه. ما به لیدل چي د عبادت پر مهال به نه هندوانو چنداني جوش و جذبه ښووله نه مسلمانانو. مګر سیکان به بیا ډېر په جذبه او مستۍ کي ول. ما د دغه کار پر علت ډېر سوچ وکړ اخیر دې پایلي ته ورسېدم چي د هندوانو او مسلمانانو دواړو مذهب په پردۍ ژبه، خو د سیکانو دا په خپله مورنۍ ژبه دی. کله چي هندوان او مسلمانان عبادت کوي، نو صرف شونډي ښوروي، زړه و ذهن یې دخیل نه وي. مګر سیکان چي بیا هر څه لولي او زمزمه کوي په هغو د زړه له تله پوهيږي، ځکه نو هم خوند پر اخلي او هم ترې اغېزمنیږي.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان