زما ژوند جد او جهد / خان عبدالغفار خان ژوندليک – ۴۳ برخه
Aziz Rahman Hazim
۴۳
ما به په هلکیني کي خورا ډېري وظیفې کولې، لاسنیوی مي هم کړی وو. د زیاتو بزرګانو او ملایانو سره مي ناسته ولاړه هم وه، مګر چي هر څه به مي کول بدلون به نه راپکښي راتلی. په دې اړه مي له ملایانو او بزرګانو څخه پوښتنه هم کړې وه، هغوی به رنګارنګ تفصیلات راته کتار کړل، خو زما به تسلي نه په کېده. اخیر چي ډېره غازي خان زندان ته راغلم او له یوه تکړه عالم او ملګري ماسټر ګوردت مل سره مي شناخت سو هغه د Your forces and how to use them په نامه یو کتاب راکړ. د دغه اثر لوستلو مي پورتنۍ پوښتنه راجواب کړه. دا کتاب لیکي چي په تشو وظیفو او د خدای پاک په نوم او صفاتو یادولو سره په انسان کي تغیر نه راځي، بلکي باید همدا صفتونه عملي هم سي. مثلن د خدای یو صفت دی رحمن یاني بخښونکی. تر څو چي تاسي رحم او بخښنه خپل عادت ونه ګرځوئ یوازي د رحمن رحمن په ویلو سره بخښونکي کېدای نسئ.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان
۴۴
د میانوالي خلک ټول پښتانه دي. د مشرانو یې پښتو زده ده مګر کشران یې نسي ویلای. زموږ د میانوالي زندان یو ډاکټر پښتون وو، خپله یې پښتو نسوای ویلای، خو چي پلار یې زما لیدلو ته راغی نو په پښتو یې مجلس راسره وکړ. زموږ د پښتنو دا ډېره لویه او عامه کمزوري ده چي هر ځای ولاړ سي او چا سره واده وکړي نو خپله ژبه ترې پاته سي. زموږ سره په سرحد کي په زرګونو هندوان اوسي هغوی یوه هم خپله ژبه هېره کړې نه ده؛ پنجابي یې هم زده ده او زموږ ژبه هم ویلای سي. دا ضعف یوازي و یوازي په موږ پښتنو کي سته.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان
۴۵
درې کاله وروسته له زندانه خلاص سوم. کلي ته له رارسېدو سره سم د دوستانو او ملګرو پوښتني ګروېږني شروع سوې. اکثرو یې د مېلمستیاوو ستونه راته کول. زه د دې دود خلاف وم، ځکه موږ ته ډېري نوري ستونزي را له غاړي وې چي پیسې یې غوښتې. ما دوی ته ښکاره وویل چي ګورئ ما ته د پخې ډوډۍ پر ځای اومه ډوډۍ راکړئ. کومي پیسې چي زما پر مېلمستیا لګوئ د هغو نیمايي یې نغدي ما ته راکړئ زه به یې د پښتنو د بچیانو پر زدکړه او نورو اړینو شیانو ولګوم. خواړه به نو سړی څه په وکړي. وبه یې خوري او کیسه به ختمه سي. له بده مرغه چي یوازي درېیو کسانو دا بلنه ومنله، نورو ټولو ځانونه وکښل. موږ پښتانه پر بېځایه شیانو هر څومره لګښت ته چمتو یو، خو پرځای کار ته مو بیا ملا ماته ده.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان
۴۶
له قید څخه تر راخلاصېدو څو ورځي وروسته زما په ویاړ یوه لویه غونډه راوبلل سوه. مخکښو پښتنو مشرانو ویناوي پکښي وکړې. همدلته یې ما ته د فخر افغان لقب هم راکړ. ما حاضرینو ته په خپله وینا کي وویل چي باید نور له ځانونو د قربانۍ ګډي جوړ نکړو. نور د دې وخت دی چي زمري سو. تر څو مو خپل دغه د قربانۍ پر احساس ولاړ دریځ نه وي اړولی تر هغو به مو پردي خوري او استعمالوي.
وروسته مو کلي په کلي جلسې شروع کړې. انګرېزانو به په هره سیمه کي د مېشتو وګړو تر منځ تر ټولو نازک حساسیت کشف کړی وو او هغه به یې د خلکو د سره جنګولو وسیله ګرځولې وه. ځینو سیمو کي یې پښتانه پر شیعه او سني سره وېشلي ول. مثلن هنګو یادوم. هلته له ډېره وخته زیات شیعه ګان اوسي. مخکي یې له سنیانو سره هیڅ ستونزه نه لرله، مګر اوس ورسره غلیمان سوي ول. ما په یوه تقریر کي ورته وویل: ګورئ تاسي ټول(شیعه او سني) پښتانه او یو قوم یاست. دا نن چي ځانونه پر دغو ډلو سره وېشئ او بیا سره جنګېږئ دغه مضره مفکوره پرنګیانو درپېچکاري کړې ده. کنه خدای مو یو دی، پیغمبر مو یو دی، قرآن مو دی، علي تاسي هم منئ او موږ یې هم منو، هیواد مو یو دی نو دا تربګنۍ بیا پر څشي سر کوئ؟ له دې سره حالات لږ کابو سول.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان