کور / علمي / زما ژوند جد وجهد/ د خان عبدالغفارخان ژوندليک – ۴۷ برخه

زما ژوند جد وجهد/ د خان عبدالغفارخان ژوندليک – ۴۷ برخه

غورچاڼ: عبدالجبار فراز

۴۷
په ۱۹۲۶م کال کي زه، زما خور، اخښی او مېرمن حج ته روان سوو. زما له اوله لا نیت وو چي پر لاري پراته هیوادونه لږ و ډېر وګورم او له حالاتو و دودونو یې ځان خبر کړم. په دې لړۍ کي طایف ته ولاړم. هلته یوه ورځ یوه عرب راږغ کړل چي دلته راسه. زه چي ورغلم نو یې یوه سندوخ ته ګوته ونیوله چي دلته د پیغمبر صلی الله وسلم وېښته او پل مبارک پراته دي. ما ورته وویل چي زه خو طایف ته د دې لپاره راغلی یم چي د رسول الله عزم، اراده او بخښنه ووینم. هغه صلی الله وسلم دلته دعوت ته راغلی وو، خو خلکو په ډبرو وویشت، ژوبل یې کړ، مګر دی مبارک بیا هم پر خپل هوډ کلک ودرېد. نه یوازي دا چي له هغوی یې غچ وانخیست، بلکي هم یې وبخښل او هم یې الله پاک ته د دوی د هدایت دوعا وکړه.
له دې ځایه جدې ته ولاړو او هلته مي د زندان د وخت ملګري محمد اسماعیل غزنوي د یوه ملګري امیر کره واړول. هغه ډېر لوی خان وو. د سعودي نوی باچا هم یوه ورځ ورکره راغی. ما ورسره ولیدل. ډېر خاکساره او مات سړی وو. هیڅ د باچا خوی مي پکښي ونه لید.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۴۸
مدینې منورې ته چي ولاړم هلته د لسو ورځو لپاره په نبوي مسجد کي اعتکاف ته ولوېدم. یوه ورځ مي محمدامین ولید. تر روغبړ وروسته مي ترې پوښتل چي دلته څه کوې؟ هغه راته وویل چي په همدې مسجد کي مي یوه کوډله پیدا کړې ده او اراده لرم چي همدلته به یو کال ګوښه نشینه کېږم. ما ول ولي؟ ول د محمد صلی الله وسلم د خوشحالۍ لپاره. نو مي ورته وویل چي هغه په دې نه خوښيږي. راولاړ سه یوه دوعا او بیا استخاره وکړه. بیا وګوره چي رسول الله دلته په ګوښه نشینۍ خوشحالیږي که په وطن کي د خپل قام په چوپړ. سهار چي له خوبه راکښېناست راته ویې ویل: ستا خبره بېخي سمه وه، سبا ځم وطن ته. چي ته په خیر راغلې یوځای به کار درسره شروع کړم.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۴۹
بیت المقدس ته پر لاري مو بېړۍ پر سویز بندر ودرېده. زما زړه غوښتل چي د قاهرې او سکندریې ښارونه لږ-لږ وګورم. نو ورو غوندي یوه مصري افسر ته ورنژدې سوم او ورته ومي ویل: موږ ستا د اسلام وروڼه یو، هیله ده چي په دې کار کي لږ مرسته راسره وکړې. د اسلام د نامه په اورېدو سره هغه موسکی سو او راته ویې ویل: نن چي ستا اړتیا ده نو ځان زما مسلمان ورور جوړوې، خو چي بیا کله پرنګیان پر موږ حمله وکړي هغه وخت دي بیا دا اسلامي ورورولي چیري وتښتي؟ تاسي هندوستانیان مسلماني و اسلام څه پېژنئ؟ ستاسي اسلام خو پیسه ده. تاسي د یو څو روپیو لپاره ټوله دنیا د انګرېزانو غلامه ګرځولې ده. که زما په وسه وای پر دې خاوره مي ستاسي دا چټل قدمونه هیڅکله نه پرېښودل. زه هم همداسي غلی ترې تېر سوم.
په بیت المقدس کي یوه ډېره غمجنه پېښه وسوه. هغه دا چي یوه ورځ مي مېرمن د بیت المقدس د جومات له زینو څخه لاندي راولوېده او ژوبله سوه. څو ورځي وروسته پسي وفات سوه او همالته مي ښخه کړه.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۵۰
په فلسطین کي یهودانو ښکلي-ښکلي کلي، کورونه او ښارونه ودان کړي دي او لا لګیا دي نور هم جوړوي، خو مسلمانان هماغسي غافل او د مهدي په انتظار پراته دي. په بیت المقدس کي چي به کله-کله دباندي ووتم نو چي کومه شاړه او رېګنه مځکه به مي لیدله هغه به د عربو وه. سرچپه چي یوه اباده مځکه، د هغې په منځ کي ښکلی کوچنی کور او بڼ به مي ولید، نو هغه به د یهودو وو. د یهودانو هوټلونو ته چي به سهار ولاړم تش به ول، غرمه چي به ورغلم هم به څوک پکښي نه وو مازیګر به بیا ډک ول. هر څه به یې ښایسته، پاک او صفا ول. مګر د عربانو هوټلان به بیا شپه و ورځ یو غرت ولاړ ول، دوی به پلتۍ پکښي وهلي وې او لوی-لوی چیلمونه به ورته پراته ول. د پاکۍ یې هم چنداني خیال نه ساتی. یوه ورځ مي یو څو عربانو ته وویل چي اې د خدای بندګانو تاسي ځان او دا یهودان سره پرتله کړئ څومره زیات فرق مو دی. که علم نه لرئ سترګي خو لرئ؟! د هغوی هر څه تر تاسي پرمختللي او بهتر دي. یو یې راوړاندي سو او راته ویې ویل: موږ خپلي شاړي مځکي قصدن پر یهودانو پلورو چي هغوی یې را ابادي کړي. هسي هم اخیري پېړۍ ده او امام صاحب راروان دی. دا ټول شیان به بېرته زموږ سي.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان