زما ژوند جداوجهد/ د خان عبدالغفارخان ژوندليک – ۵۱ برخه

Aziz Rahman Hazim | جون 29th, 2019


غورچاڼ: عبدالجبار فراز

۵۱
په محبس کي مي د خپل قوم د حالت او وضعیت په باب ډېر ژور سوچ وکړ. دې پایلي ته ورسېدم چي هیڅ قوم له خپلي ژبي پرته نه پرمختګ کولای سي او نه علوم او فنون پکښي پیدا کېدای سي. دا هوډ مي کړی وو چي له خلاصېدو سره به سم خامخا یوه پښتو رساله راباسم. پښتانه دومره ناپوه ول چي خپله ژبه شرم ورته ښکارېد. کوم قوم ته چي خپله ژبه سپکه سي، نو هغه قوم خپله سپک سي او چي خپله ژبه ځني ورکه سي، نو خپله ورک سي. په لومړیو کي مي د یوې ورځپاڼي د اجازې اخیستلو کار نورو ته وسپاری، هغوی ناغېړي وکړه او ډېر وخت یې پر تېر کړ، اخیر زه مجبور سوم او خپله مي ټولي چاري مخته بوتلې. بالاخره مي په ۱۹۲۸م کي له اتمانزو څخه د پښتون په نوم یوه خپرونه راوایسته. دا رساله هم د دې ځای او هم د افغانستان د پښتنو له خوا ډېره خوښه کړل سوه. عبدالهادي خان داوي راته وویل چي په دغه اخبار کي پر ملیت او قوم لیکل سوي ټول مضامین به یې په خوند-خوند لوستل. پر امان الله خان خو یې دومره اغېز کړی وو چي خلکو ته یې د پښتو زده کولو امر وکړ. د داوي له قوله چي دوی له همدې خپروني څخه په الهام اخیستنه د پښتون په نامه یوه ورځپاڼه شروع کړه.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

۵۲
یو اوړی زه مري غره ته ولاړم. خادم صاحب ته میدان خالي سو او زما پس شا یې په انجمن کي ښه پوره تخریب ته ملا وتړله. هر ځای او هر چا ته به یې په ما پسي خبري کولې. ویل به یې چي دا ستره ونه ده تر څو چي دی همداسي ولاړ وي، نو نوري وړې-وړې وني تر لاندي وده نسي کولای. زه چي راغلم ډېر ژر مي د فضا بدلون احساس کړ. د حاجي عبدالغفار په مشوره او وسیله مي ټول راغونډ کړل او ورته ومي ویل چي دا کارونه په هیڅ وجه ښه پایله نه لري. د الله لپاره پر خپل قوم رحم وکړئ. خدایي تباه و برباد دی موږ یې باید د لا بربادولو هڅه ونکړو. پر یو او بل د درواغو تورونه مه تړئ. له هر چا څخه چي شکایت لرئ ورسئ مخامخ ورته ووایاست. دوی د اصلاح پر ځای ورځ په ورځ خرابېدل. اخیر ما له مشرتابه څخه استعفا وکړه او ورته ومي ویل چي نه یوازي دا چي خپله مالي مرسته به بنده نه کړم، بلکي تر مخکي به یې لا زیاته کړم. اخیر همدغو کسانو هم خپلي مرستي پر بندي کړې او هم یې نور دې کار ته مجبور کړل. هغه انجمن چي انګرېزانو له خپل ټول دارومدار سره-سره یوه خاشه زیانمن نکړای سو د خپلو غړو د منافقتونو له لاسه دړي-وړي سو. دا وخت نو ایله د خادم صاحب سد سر ته ورغی او په ما پسې سو چي بېرته یې واګي په لاس کي واخلم. ما انکار وکړ. یوه ورځ یې ډېر تنګ کړم، نو مي ورته وویل: ګوره دا انجمن ټوله ستا له لاسه دغسي خراب-تراب سو. ده راته وویل چي له ځانه د ټرېن انجن جوړ کړه او دا ولاړي ډبې په ځان پسي کش کړه. ما ورته وویل: انجن هغه ډبې کشولای سي چي بریک ونه لري، خو کومي ډبې چي ځانته بریکونه لري هغه هیڅ انجن نسي کشولای.
#زماژونداوجدوجهد_باچاخان

Copyright Larawbar 2007-2024