کور / راپور / راپور: پاکستان که څه هم د اسلام او قانون خبره کوي، خو اصلا هلته په دې نامه څه شی نسته

راپور: پاکستان که څه هم د اسلام او قانون خبره کوي، خو اصلا هلته په دې نامه څه شی نسته

تېره ورځ د امريکا خارجه وزارت د مذهبي ازادۍ په هکله خپل کلنی راپور خپور کړ او په دغه راپور کي د پاکستان په هکله ويل سوي چي دلته د مذهب ازادي نسته او د پاکستان حکومت په دې برخه کي هيڅ ګام نه دی اوچت کړی.

په راپور کي ويل سوي چي پاکستان که څه هم په ظاهره د اسلام او قانون خبره کوي خو په حقيقت کي دغه هيواد د ترهګريز فکر ښکار دی او د مذهبي مخالفينو پر وړاندي د سختدريځۍ څخه کار اخلي.

په راپور کي ويل سوي، چي پاکستان حکومت د هغه ډلو په ښکاره ملاتړ کوي، چي شعيه ګان او د احمديه فرقې پيروان وژني او د هغوی پر ښځو جنسي تشدد کوي.

د پاکستان مدني ټولني وايي، چي په تېر کال کي ۷۷ تنه د مذهبي مخالفت له وجي وژل سوي دي.

څېړونکي وايي، چي په پاکستان کي د لږکيو ځوانان وژل کېږي او د هغوی ښځي په يوه او بله بهانه د جنسي شهوت لپاره د ديني مرکزونو مشرانو ته ورکول کېږي، چي د څه وخت تېرولو وروسته ئې هغوی ايله کوي او يا ئې هم په مرموز شکل وژني.پ